خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د ولسي تړون ملي پروګرام د تطبیق بهیر په چټکولو ټینګار وکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې د ولسي تړون  ملي پروګرام د تطبیق بهیر د چټکولو او همغږۍ په موخه د یاد پروګرام د عملي کار د پرمختګ څرنګوالی وارزاوه.

په دغه غونډه کې چې نن غرمه په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، له هر اړخیزو  بحثونو وروسته جمهور رئیس غني د ولسي تړون ملي برنامې په تطبیق کې پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه  د ولسي تړون برنامه باید په همغږۍ او سرعت مخته یوړل شي.

جمهور رئیس وویل، د ولسونو او خلکو په دغه مهم پروګرام کې دې د کوچیانو په ګډون د هېواد محرومو قشرونو او سیمو ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، په دغه بین الوزارتي پروګرام  کې باید اړوند وزارتونه د زیاتې همغږۍ او د دې پروګرام د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه ګډې هڅې وکړي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، دولت د ښځو مشارکت ته ژمن دی، نو له دې امله دې د استخدام په برخه کې شفافیت او د ښځو مشارکت ته جدي پام وکړي. هغه زیاته کړه، د خلکو ستونزو ته رسېدنه، د موثرو خدماتو برابرول او د هغوی رضایت د ولسي تړون ملي پروګرام له موخو څخه دي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: