د مئینانو د ورځې تاریخچه، په افغانستان کې يې تازه دودیدل او په میلیاردونو ډالر لګښت

د فبروري څوارلسمه په نړۍ کې د عاشقانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. د میئنانو نړیواله ورځ چې د والنټاین ډی Valentine Day په نوم شهرت لري، سلګونه کاله مخینه لري.
په یاده ورځ عاشقان خپلې مینې ته د ګلو ګیډۍ، د مینې کارډونه، لیکونه او ډالۍ لیږي. په دې ورځ اکثره دوی د ماښام ډوډۍ سره ګډه خوري.
په افغانستان کې هم دا ورځ په دې وروستۍ لسیزه کې دود شوې، خو یواځې د ګوتو په شمیر ځوانان او پیغلې دا ورځ لمانځي. ګڼ نور بیا یواځې په یو ټیلفوني پیغام بسنه کوي، او د خپل موبایل ټيلفون له لارې خپلې مینې ته ددې ورځې مبارکي وايي.

د والنټاین ورځ تاریخچه:
والنټاین لاتیني کلیمه ده، چې د ارزښتمن او ځواکمن مانا لري. دا کلیمه په روم کې له دریمې تر اتمې پیړۍ ډیره عامه وه.
د والنټاین د ورځې د پیل په اړه، چې ولې او له کومه ځایه، په کوم وخت پیل شوه، هیڅوک هم کره او پوره مالومات نه لري. دا تر ډیره یوه تاریخي افسانه بلل کیږي.
اغلب ګومان دادی، چې په دریمه پیړۍ کې (۲۷۰زیږدیز کال) کې د روم امپراطور دوهم کلیدوس امر وکړ، چې ځوانان دې وادونه نه کوي او یا دې هم خپل ودونه وځنډوي. نوموړي باور درلوده، چې مجرد ځوانان نسبت متاهل ځوانانو ته ښه جګړه کوي.

په ورته وخت کې د روم مشهور راهب سټاین والنټاین د پاچا له دې پریکړې ناخوښه و او په پټه يې د ځوانانو او پیغلو ودونه کول.
کله چې امپراتور د راهب والنټاین له دې کاره خبریږي، هغه بندي کوي او د مرګ په سزا يې محکموي.
داسې هم ویل کیږي، چې ښاغلی والنټاین په زندان کې په یوې جینۍ مینیږي، او کله چې نوموړی په دار کیږي، دار ته له پورته کیدولو مخکې خپلې مینې ته یو لیک لیږي، چې په پای کې لیکل شوي، “ستا والنټاین!”
والنټاین د فبروري په نیمايي کې په دار ځړول شوی و.
تاریخ پوهان وايي، چې دا مسله بیا تر ډیره پټه پاتې شوه او په ۱۴ مه پیړۍ کې انګلیسي شاعر جیفري چاسر په شاعرۍ کې راڅرګنده شوه، چې له هماغې دور وروسته د فبروري، څوارلسمه د عاشقانو د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

په ځینو نورو تاریخي روایتو کې بیا د والنټاین ورځ د روم هغه تاریخي فیسټوال سره په اړیکه کې ښودل شوی، چې “لوپریکالا” يې باله. دا فیسټوال چې په روم کې تر ۱۵ مې پیړۍ پورې لمانځل کیده، هر کال د فبروري په ۱۵ مه جوړیده.
په فیستوال کې هلکان له هغه بکس څخه یو نوم پورته کوي، چې پکې د نجونو نومونه په یو کاغذ کې پټ لیکل شوي وه. هر هلک ته چې به د کومۍ جلۍ نوم ووتلو، د فیستوال په ورځ او وروسته به د هغې ملګرې وه او ژوند به يې سره شریک جوړولو.

یو شمیر نور تاریخ لیکوونکي بیا وايي، چې په دې ورځو کې مرغۍ سره یوځای کیږي، نو ځکه دا ورځ د عاشقانو د ورځې په نوم یادیږي.

په افغانستان کې د مئینانو ورځ:
د والنټاین ډی په افغانستان کې تازه دود شوې ده. له کله راهیسې، چې په افغانستان کې ټولنیزې رسنۍ او د اړیکو وسایل زیات شول، ځینې کلتوري دودونه وننګول شوه، او هیواد د ګلوبلایزیشن ته یو قدم نور هم ورنږدي شو، د والنټاین د ورځې په څیر د نړیوالو کلتورونو ځینې يې په افغانستان کې هم رواج شول.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د والنټاین ډی نیسبت د هیواد نورو سیمو ته ګرمه لمانځل کیږي. دغلته ګل پلورنکي وايي، چې په دې ورځې نسبت نورو ورځو ته ډیره سودا کیږي. په کابل کې د یادې ورځې مناسبت ځینې واړه فیسټوالونه هم جوړیږي.

د مینانو ورځو لمانځل په وروستیو کې رواج شوې

په فیسبوک بیا د افغانانو ترمینځ ددې ورځې په اړه ضد او نقیض څرګندونې کیږي. ځينې ددې ورځې مبارکۍ په خپله فیسبوک پاڼه نشروي، او په غوږ خپله “معشوقه” وهي؛ ځينې نور بیا دا ورځ د لوفرانو ورځ بولي.
د خُبیب امیري په نوم یو فیسبوکي فعال لیکلي:
“نن د کوڅه ډبه (لوفرانو) نړیواله ورځ ده. #د مینانو ورځ.”
د امیري ددې لیک په ځواب کې ګڼو ځوانانو په تبصره کې غبرګون ښودلای او دا يې ریښتیني عاشقانو ته سپکاوی بللی.

ځینې نور ځوانان بیا ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د دا ډول ورځو لمانځلو سره د مینې تخم کرل کیږي او مینه ویشل کیږي. ددوی په باور دا ښه کار دی.
یو شمیر نور بیا دا د غرب کلتور بولي او ددې ورځې له لمانځلو سره موافق نه دي.

ددې ورځې مصارف:
په دې ورځ د نړۍ په کچه په میلیاردونه ډالره مصرف کیږي. د یوې سروې له مخې یو عادي امریکايي وګړی په دې ورځ تر ۱۵۰ ډالرو مصرف کوي، چې په ټوله امریکا کې مصارف يې ان تر ۲۰ میلیارده ډالرو رسي. اټکل دی، چې سږ ۲۰۱۸ کال ددې ورځ په مصارفو کې ۱.۷ سلنه زیاتوالی راشي. سروې وړاندې لیکي، چې ددې ورځ په لمانځوونکو کې هم هر کال زیاتوالی راځي. تمه ده، چې سږ کال به د نړۍ ۵۴.۹ سلنه خلک دا ورځ ولمانځي.

یوه تبصره

  1. Alhaj M.Shakeel

    ښه معلومات

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

د  بهرنیو ژبو د ځینو ویینوپه اصلي مانا پوهېدل اسانه کار نه دی!

/ډاکتر محمدنواب ویساند   د لیکوال  (زما )  یو څو مخکنۍ خبرې ـــ کله ...