ټیکنالوژي

چین کې د ایفون پر خرڅلاو بندیز ولگول شو

د اپل کمپنۍ په چین کې د کوالکام (Qualcomm) کمپنۍ سره، چې د پروسېسر جوړونې یوه پېژندل شوې کمپنۍ ده، قانوني جگړه پیل کړې.

دغه قانوني جگړې پایله کې یوې چېنایۍ محکمې د اپل کمپنۍ تولیداتو وړاندې کوونکو ته امر کړی چې له ځنډ پرته د ایفون ۶اېس، ایفون اېس۶، ایفون۷، ایفون۷ پلس، ایفون۸، ایفون۸ پلس او ایفون۱۰ چین ته واردول او چېنايي بازارونو کې خرڅول ودروي.

کوالکام کمپنۍ په دې اړه وویل چې محکمې دغه برخه کې د دغې کمپنۍ په گټه پرېکړه کړې او چین کې يې د ایفون قانوني وړاندې کوونکو او پلورونکو ته يي د پورته ذکر شوو اپل ځیرک موبایلونو هر ډول معاملې ودرولو امر کړی.

کوالکام کمپنۍ ادعا کوي چې اپل کمپنۍ د کوالکام کمپنۍ د پروسېسر هغه ډیزاین او ځانگړنې چې دوی د ثبت لپاره وړاندې کړې وې له اجازې پرته کاپي کړی دی.

خو اپل کمپنۍ وايي چې چېن کې به د ایفون ټولې بڼې خرڅلاو ته ادامه ورکوي.

اپل کمپنۍ په دې اړه وویل :«د کوالکام له لوري زموږ پر تولیداتو بندیز لگول یوه ناکامه هڅه ده. کوالکام هغه کمپنۍ ده چې بې شمېره غیر قانوني کړنې يي تر څېړنې لاندې دي. موږ به چین کې خپلو پېرېدونکو ته د ایفون ټولو ماډلونو وړاندې کولو ته ادامه ورکړو. زموږ پر کمپنۍ د کوالکام کمپنۍ تورونه بې بنسټه دي او موږ به د محکمې دغې پرېکړې اړوند قانوني حل لارې تعقیب کړو.»

کله چې کمپنۍ دغه ډول بندیز سره مخ کېږي نو هغوی لنډې مودې لپاره د دغه بندیز د ځنډولو قانوني غوښتنه کوي.

کوالکام کمپنۍ د چېنایۍ محکمې دغه پرېکړه ستایلې او په دې اړه يي ویلي: «اپل کمپنۍ تل زموږ عقلي ملکیت څخه ناوړه گټه پورته کړې او اوس وخت يې رسېدلی چې تاوان يې پرې کړي.»

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: