ټیکنالوژي

د گلکسي اېس۱۰ بیه او د وړاندې کېدو نېټه هم افشا شوه

سامسنگ کمپنۍ د گلکسي ایس۹ د لړۍ تر بریا وروسته د هر کال په څېر دا ځل هم غواړي د دغې لړۍ نوې ځیرک موبایلونه معرفي او نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

له دې وړاندې د سامسنگ کمپنۍ د گلکسي اېس۱۰ د لړۍ ځیرکو موبایلونو ډیزاین، کامرې، د گوتې نښې سېنسر او یو شمېر نورې مهمې ځانگړنې اړوند معلومات افشا شوي ول خو د بیې او وړاندې کېدو کره نېټې اړوند هېڅ ډول معلومات نه و افشا شوي.

دا ځل د گېزموډو (Gizmodo) پاڼې چې د کره معلوماتو افشا کولو له امله ځانگړی نوم او شهرت لري، د سامسنگ د اېس۱۰ لړۍ ځیرکو موبایلونو د بیې او وړاندې کېدو کره نېټې اړوند معلومات افشا کړي.

د دغو معلوماتو شریکولو څخه وړاندې باید یادونه وکړو چې دا هغه معلومات دي چې یوې معلومات افشا کوونکې پاڼې له لوري ورکړل شوي او کومې رسمي سرچینې له لوري نه دي تایید شوي.

د گېزموډو افشا شوو معلوماتو پر بنسټ، سامسنگ کمپنۍ به دا ځل د اېس۱۰ لړۍ ځیرک موبایلونه د ۲۰۱۹ موبایلونو نړیوال کانگرېس غونډې څخه وړاندې معرفي کړي.

په عام ډول سامسنگ خپل پیاوړي یا د اېس لرۍ نوي ځیرک موبایلونه د موبایلونو نړیوال کانگرېس غونډې پر مهال معرفي کوي خو دا ځل د معلوماتو افشا کوونکي ادعا کړې چې سامسنگ به فبروري ۲۰، ۲۰۱۹ کې، د موبایلونو نړیوال کانگرېس رسمي پیل څخه پنځه ورځې وړاندې معرفي کړي.

له معرفي کېدو وروسته د اېس۱۰ لړۍ ځیرک موبایلونو خرڅلاو به مارچ ۸، ۲۰۱۹ څخه پیل شي.

د معلوماتو دغه افشا کوونکی پر بنسټ، سامسنگ به دا ځل د گلکسي اېس۱۰ لړۍ درې بڼې وړاندې کړي. د گلکسي اېس۱۰ مختلفې بڼې ځینې ځانگړنې او بیې په لاندې ډول وي.

گلکسي اېس۱۰

  • ۶٫۱ انچه مخ‌پاڼه؛
  • ۱۲۸ یا ۵۱۲ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا؛
  • ۷۹۹ او ۹۹۹ پاونډه بیه (۱۰۰۹ او ۱۲۶۲ امریکايي ډالره).

گلکسي اېس۱۰ پلس

  • ۶٫۴ انچه مخ‌پاڼه؛
  • ۱۲۸، ۵۱۲ یا ۱۰۰۰ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا؛
  • ۸۹۹ پاونډ، ۱۰۹۹ پاونډ، ۱۳۹۹ پاونډه بیه (۱۱۳۶، ۱۳۸۸ او ۱۷۶۷ امریکايي ډالره).

گلکسي اېس۱۰ لایټ

  • ۵٫۸ انچه مخ‌پاڼه؛
  • ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا؛
  • ۶۶۹ پاونډ (۸۴۵ امریکايي ډالر) بیه.

د گلکسي اېس۱۰ لړۍ دغه بیې کېدای شي مختلفو هېوادونو کې مختلفې وي او په مستقیمه توگه له پاونډ څخه امریکايي ډالرو ته بدل نه شي. کېدای شي د امریکا په بازارونو کې د گلکسي اېس۱۰ بیه ۷۹۹ او د گلکسي اېس۱۰ پلس بیه ۸۹۹ امریکايي ډالره وي.

سرچینه: نړۍ نیوز