ملا عمر ښامار نه ليده

ژباړه:حیدر

د سپټمبر په ۱۳مه د امريکا د بهرنيو چارو وزير «کولن پاول» او مرستيال «ډونالډ ارميټېج» د آی اېس آی له رئيس جنرال محمود احمد ته د امريکا د غوښتنو لېست وسپاره. جنرال محمود دغه مهال په امريکا کې و. امريکا له پاکستان څخه اووه غوښتنې كړې وې:

  • پاکستان بايد په خپلو سرحدونو کې د القاعده د غړيو د تګ راتګ مخه ونيسي او بايد له خاورې يې القاعده ته د وسلو او لوژيستيکي وسايلو اکمالات و نه شي.
  • امريکا ته به د خپلو هوايي او سمندري اډو د کارولو اجازه ورکوي.
  • پاکستان دې له امريکا سره د القاعدې د غړيو په اړه ټول استخباراتي او د سفر معلومات شريک كړي.
  • پاکستان بايد د سپټمبر د ۱۱مې پېښې وغندي او په راتلونکي کې پر امريکا، د امريكا پر دوستانو او متحدينو يې کېدونکي تروريستي بريدونه به غندي.
  • د پاکستان له لارې بايد افغانستان ته د سون تېل لاړ نه شي.
  • د هغو پاکستاني وګړيو مخه ونيسي چې افغانستان ته د جګړې لپاره ځي.
  • که طالبان لا هم اسامه بن لادن ته پخپل هېواد کې ځای ورکوي، نو پاکستان بايد ورسره ډيپلوماټيکې اړيکې پرې کړي او له امريکا سره د اسامه او القاعده په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

 

سي آی اې چې د اسامه بن لادن او القاعده په نورو مشرانو پسې يې سوي راڼه کول، نو په اسلام اباد كې د سي آى اې رئيس «ريچارډ ګرينر» له ځينو طالب مشرانو سره اړيکې ټينګې کړې. د ۲۰۰۱ کال په جنوري کې «ګرينر» د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له معين ملا عبدالجليل اخوند سره وکتل. نوموړي دې لپاره چې له يو بل سره اړيکه ټينګه کړای شي، نو ملا ته يې يو سټلايټ ټيليفون ورکړ.

د سپټمبر د يوولسمې له پېښو وروسته ګرينر ملا جليل اخوند ته زنګ وواهه چې كوټه (د بلوچستان ايالت مركز) کې يې ليدو ته ورشي. له ده سره په سويل کې د طالبانو قوماندان ملا اختر محمد عثماني هم ورغى. عثماني ويل چې ملا عمر ورته له سي آی اې سره د مذاکراتو اجازه ورکړې ده چې ګوندې د القاعده مسئلې ته يوه د حل لاره ومومي. څو ساعته يې حل لارې او ګواښونه سره تبادله کړل. ګرينر دوی ته وړانديز وکړ چې امريکايان به د اسامه په نيولو پسې په افغانستان کې عمليات وکړي، طالبان دې ځانونه پرې ناګاره واچوي. كه څه هم ګرينر د دې خبرې صلاحيت نه درلود، خو امريكا بايد يو ډول افغاني جوړجاړى كړى واى.

د سپټمبر په ۱۵مه جنرال محمود له امريکا راستون شو. رابرټ ګرينر يې ليدو ته ورغی. ګرينر چې په کوټه کې له طالبانو سره کتلي و، د مذاکراتو جزئيات يې د آی اېس آی له رئيس سره شريک کړل. محمود ورته وويل چې د سپټمبر په ۱۷مه به دی پخپله کندهار ته لاړ شي او له ملا عمر سره به مخامخ خبرې وکړي.

کوم امريکايي له جنرال محمود سره نه و تللی، جنرال چې را ستون شو په هماغه شپه (د سپټمبر ۱۷مه) يې «ډيف سميت» او ګرينر ته د سفر کيسه بيان کړه. جنرال ويل چې څلور ساعته له ملا عمر سره ناست و.

ملا صيب پر سرې توشکې پلتۍ وهلې وه، د آی اېس آی رئيس د امريکا دريځ ورته روښانه کړ: اسامه او د القاعدې ۱۵-۲۰ نور غړي بايد د عدالت مېز ته راښكل شي او يا له افغانستان څخه وشړل شي، طالبان بايد د القاعدې روزنيز مرکزونه وتړي. د اسامه د نيولو لپاره ملا عمر دوه – درې ورځې وخت لري.

د اسامه د شړلو په اړه دواړو اوږدې خبرې وکړې. د ملا عمر دريځ دا و چې اسامه کافرانو ته نه سپاري. محمود له ملا عمر سره د فقهي استدلال کولو اجازه وغوښته، ملا صیب ومنله. جنرال وويل:

لمونځ په مسلمانانو فرض دی چې آن د مرګ په بستره کې پروت کس يې نه ‌شي قضا کولای.

ملا عمر يې خبره تاييد کړه.

جنرال، ملا عمر وپوښت: «خو که يو کس په لمونځ ولاړ وي او مار يې خوا ته را پيدا شي، نو څه به کوي؟»

ملا ځواب ورکړ:

  • لمونځ به پرېږدي، مار به وژني، بېرته به په لمانځه درېږي، له هماغه ځايه به يې کوي چې پرېښی يې و.

جنرال محمود، ملا عمر ته کړه: «نو دا غټ ښامار نه وينې چې افغانستان ته را روان دی؟» د جنرال اشاره امريکا ته وه. د آی اېس آی رئيس له ملا عمر څخه پوښتنه وکړه:

«تا  د ۲۵ ميليونه افغانانو د اميرالمؤمنين په حيث سوګند کړی، د دوی ساتل او ژغورل ډېر مقدس کار دی که د اسامه مېلمه پالنه؟»

ملا عمر په چورتونو کې ډوب شو، شېبه وروسته يې سر را پورته کړ، جنرال ته يې وويل: «سبا په کابل کې د علماوو شورا غونډه کوي، تاسو خپله دا پوښتنه له هغوی سره مطرح کړئ.»

جنرال کابل ته لاړ. د علماوو شورا پرېکړه په يوه اعلاميه کې اعلان شوه چې په کې ويل شوي وو، اسامه که په خپله خوښه او رضا له افغانستان څخه وځي، نو وتلای شي.

جنرال محمود، «سميت» او «ګرينر» (د سي آی اې کار کوونکي) ته وويل ملا عمر ورته ويلي چې روان بحران د خدای پاك رضا ده.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

یوه تبصره

  1. د لیکنی عنوان حیرانوونکی او پوره نه دی واضح شوی ، دا سمه ده چه اخره کی محمود د لمانځه وخت کی د مار پوښتنه کړی او هدف یی د امریکا له لوی ښامار څخه وو مګر دا چه ملا عمر هغه لوی شامار نه لیدو هدف څه دی ؟

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

ښه او بد!

عبدالله وردک / انګلستان – جون – ۲۰۱۸ ګرانو او محترمو وروڼو ...