نظر او تحلیل

د سولې له پاره لاس ته راغلي فرصتونه …؟

ف، فایض

په افغانستان کې د جنگ تاداو کمونستانو (د خلق دموکراتیک گوند) او دهغوی روسي بادارانو کېښود، د ۱۳۵۲ او ۱۳۵۷د کودتا گانو تر شا هم د روسانو لاس و، ځکه د داوود تر شا هم همدغه پردي پال کمونستان راټول شول او داوود یې دې ته و هڅاوه چې د یوې کودتا مشري پر غاړه واخلي، هغه هم چې یو عقده یي او د اقتدار ډېر وږی سړی و او ظاهر شاه لس کاله د مخه له سیاسي نظامه حذف کړی و او بیا یې صدارت او وزارت ته د رسیدو  په مخکې د ۱۳۴۳ په اساسي قانون کې ورته قانوني موانع هم مخې ته کېښودې چې هغه ته هم له کودتا پرته بله هېڅ لار نه وه پاتې؛ نو دا یې د ځان له پاره یو طلایي فرصت و گاڼه؛ ځکه د هغه خو د خپل صدارت له وخته له روسانو سره ملگرتیا موجوده وه.

په هر حال د جنگ کوم تاداو چې د خلق دموکراتیک گوند کمونستانو  او روسي بادارانو یې کېښود خو هم روسان او هم کورني کمونستان خدای پاک مختوري کړل. روسان په ۱۳۶۷ کې د ماتې په منلو سره له افغانستانه ووتل او د ۱۹۹۱ په دسمبر کې یې پخپله د خپلې سرې امپراتورۍ انحلال اعلان هم کړ او هغه د خیوا او بخارا د آزادولو خبرې چې یو وخت خلکو ته لیونتوب ښکاریده عملي جامه خپله کړه، شوروي ړنگ شو او کمونستي ایډیالوژي په دنیا کې مسخره شوه، اوس چې کله کمونستان په تلویزیون کې کښېني نو افغان جگړه د شرق او غرب تر منځ جگړه بولي، خو دلته کوم امریکایي یا انگلیس راغئ او د روس پر وړاندې و جنگېد. که امریکا دا متره  لرلای نو د ویتنام په جگره کې خو نېغ په نېغه ښکېل وه ولې ماته شوه، دا سهي ده چې غرب به غوښتل روسان د افغان مجاهدینو پر وړاندې په گونډو شي لکه چې دا خبرې د امریکا مشرانو هغه وخت هم کولې او اوس هم که په کوم امریکایي کې انصاف وي له دې خبرو انکار نه کوي. دا اوس هغه ده په سوریه کې د امریکا ماتې چې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې له سوریې نه خپل پوځونه وباسي په امریکا کې د خپلو سناتورانو له توند غبرگون سره مخامخ شوم. او په افغانستان کې هم تر هغې چې پوه شو چې دا جنگ نه شي گټلای، نو هغه ده د توقع پر خلاف یې د سولې له پاره هلې ځلې پیل کړې دي. که څه هم تر اوسه پورې چې لا د سولې د هلو ځلو ابتدایي مراحل دي کوم خاص پرمختگ نه دی شوې؛ خو یوه زمینه برابره شوې ده،چې تېر څلوېښت کلن جنگ ته یوه سوله ییزه لار پیدا شي، که څه هم زه د روسي استکبار پر وړاندې د خپل ولس د مقدس جهاد او مقاومت لاره له دې اوسني جنگه جلا کوم او حقیقت هم دا دی. هغه وخت روسانو مداخله وکړه او پر افغانستان یې نظامي تجاوز وکړ او د خلق دموکراتیک گوند له غړیو نه یې یو گوډاگی او بېواکه حکومت جوړ کړ، خو په مقابل کې یې افغان ولس په تش لاس قیام وکړ، ان چې خلک له یوه تبره سره را پاڅیدل، له چقمقي او چره ییز ټوپک سره را پاڅیدل، چېرته به کوم ډېر شتمن سړي کره کوم سرپوښ ټوپک موجود و، دا چې بیا وروسته دنیا ولیدل چې دا تشلاسی ولس له روسانو سره د جهاد او مبارزې هوډ لري او بیا یې ورسره هغه هم په نا مستقیم ډول مرستې وکړې، هغه هېڅکله هم دا تعبیر نه شي خپلولای چې دا جنگ د شرق او غرب جنگ و بولي، دغسې تعبیر د هغو ډلو او ډلگیو له خولې اوریدل کېږي چې له اسلام سره دښمني لري او له افغان ولس سره دښمني لري. د روسانو پر وړاندې د افغان ولس مقدس جهاد، باید یواځې په جهادي تنظیمونو کې هم خلاصه نه کړو، ځکه زموږ ټول ولس په دې جهاد کې برخه اخیستې وه. زموږ هغه مور او خور چې په نیمه شپه کې به له خوبه پاڅیده او مجاهدینو ته به یې ډوډۍ تیاروله، د یوه جهادي تنظیم غړې هم نه وه، البته دا هم نه چې موږ د جهادي تنظیمونو رول کاملاْ نالیدلی و گڼو، دا چې څه تېر وتنې ترېنه وشوې هغه جلا بحث دی. د روسانو او داخلي کمونستانو هم ستراتېژي نا مقدسه وه، او هم تاکتیک خو د افغان مجاهد ولس هم ستراتیژي مقدسه وه، او هم تاکتیک خو دا منو چې د انساني کمزوریو او ځینو تېرو تنگو ظروفوا و شرایطو پر اساس ترېنه څه کمزورۍ وشوې؛ خو هغه هم له عام ولس نه، نه، بلکې له هغه چا نه چې د قیادت ادعا یې لرله.

کله چې مجاهدین بریاته ورسیدل، ټولې کفري نړۍ چې شرق و غرب دواړه پکې شریک وو د مجاهدینو پر خلاف په توطیه لاس پورې کړ، زه هېڅکله په دې اړه د جهادي مشرانو تېروتنې نه توجیه کوم او دا به د انصاف خلاف خبره هم وي خو په دې کې سیمه ییز او نړیوال ابعاد ډېر ځواکمن وو او پکې سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو یوه بل ته سره لاسونه ورکړل، که کورني ابعاد و پړسول شول هم همدغو قوتونو وپړسول. ځه تاسو وگورﺉ له ۲۰۰۱ نه چې نړیواله ټولنه افغانستان ته راغله په افغانستان کې حکومت جوړ شو، اساسي قانون جوړ شو، سره له دې چې ډېرې خلاوې یې هم لرلې؛ خو بیا یې هم د قانون متخلفینو ته هېڅ هم و نه ویل او نتیجه دا شوه چې په افغانستان کې د حکومت او نړیوالې ټولنې د حضور تر څنگ هم، د نظام خلا احساس شوه او لا هم احساسېږي، دا ځکه چې نړیواله ټولنه (امریکا ـ ناټو) د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په لټون پسې راغلې ده نه دا چې په افغانستان کې سوله تأمین کړي.

سره له ټولو ملاحظاتو، دا اوس چې افغانستان ته د سولې را وستلو یوه زمینه مساعده شوې، سره له دې چې گورو د امریکا رقیب هېوادونه او د امریکا په خوله خواږه په زړه کاږه دوستان هم غواړي چې فقط ځان له ملامتۍ نه خلاص کړي او نور د جنگ تداوم ته زمینه مساعده کړي. باید هم افغان حکومت او هم طالبان که چېرې ځانونه رښتیا هم افغانان بولي د وخت حساسیتونه درک کړي او دا بهانه پر ځای پرېږدي چې باید جنگ دوام ومومي. افغانان نور له جنگه ستړي دي او په جنگ کې ښکېل ټول لوري دا مني چې جنگ د حل لاره نه ده، باید افغان ربړې ته یوه سیاسي حل لاره ولټول شي؛ نو د سولې خبرې پر دې نه شي بریالۍ کیدای چې هر لوری خپله خبره او خپل شرایط د کاڼي کرښه وبولي؛ بلکې د سولې له پاره معقولیت په دې کې دی چې یو د بل پر وړاندې یو معقول تنازل ولري، نننی سیاست خو هسې هم د «څه راکړه؛ څه واخله» لوبه ده، خو د سولې په اړه روان مذاکرات د افغان ولس یوه بېړنۍ غوښتنه هم ده او ضرورت یې هم دی، هره ورځ چې تېرېږي او هر شپه چې تېرېږي د لسگونو انسانانو او کله هم تر دې د زیاتو افغانانو وینې توییږي، او دا لوبه همداسې روانه ده.

افغان حکومت او طالبان باید دې قضیې ته له یوې لږ تر لږه ملي زاویې نه وگوري، علما هم باید په دې اړه چوپ پاتې نه شي، سیاست دې یوې خوا ته پرېږدي بلکې هغه خبره دې وکړي چې خدای (ج) او رسول (ص) کړې ده. کله چې د جنگ لوري هم مني چې جنگ د حل لاره نه ده او ان چې امریکا هم دا چغې وهي چې دا جنگ نور گټونکی نه لري؛ نو باید د سولې لار ولټول شي، زما باور دا دی چې که چېرې د سولې له پاره هغه منځته راغلي ډېر لږ فرصتونه هم له لاسه و وځي، افغانستان به د اور او وینو یوه بل طوفان ته ور داخلېږي، چې معلومه ده پایله به یې څه کېږي.

سرچینه: نړۍ نیوز