ټیکنالوژي

نوی ځیرک موبایل چې ۱۰ ورځې چارج ساتي

هر انسان غواړي تر ټولو غوره او وروستی ځیرک موبایل ولري خو شته ځیرک موبایلونه بې شمېره غوره ځانگړنو لرلو سره یو ستره نیمگړتیا هم لري.

د ځیرکو موبایلونو تر ټولو ستره نیمگړتیا د لږ چارج ساتلو وړتیا ده چې یو ځل چارجولو سره په ډېره سختۍ سره یوې ورځې لپاره چارج ساتي او که چېرې ډېر وکارول شي نو کاروونکي اړ کېږي چې یوې ورځې کې يي دوه یا حتی درې ځلي چارج کړي.

ډوجي (Doogee) نومې چېنایۍ کمپنۍ د اېس۸۰ په نوم نوی ځیرک موبایل وړاندې کړی چې په نړۍ کې تر ټولو پیاوړې بېټرۍ لرونکی ځیرک موبایل دی.

دغه ځیرک موبایل ۱۰۰۸۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري، په داسې حال کې چې اکثره اوسنۍ کمپنۍ له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ ملي امپیره څخه زیاته وړتیا لرونکې بېټرۍ نه شي کارولی خو د دغې چېنایۍ کمپنۍ اېس۸۰ نومې موبایل له ټبلېټ څخه هم پیاوړې بېټرۍ لري.

ډوجي کمپنۍ ادعا کوي چې دغه ځیرک موبایل کې یو ځل چارجولو سره د ۷۶ ساعتونو لپاره په پرلپسې توگه وېډیو کتلی شئ او ۱۳۶ ساعتونو لپاره په کې خبرې کولی شئ په داسې حال کې چې اسټنډ بای حالت کې ۱۳۰۸ ساعتونو یا تقریباً ۵۵ ورځو پورې چارج ساتلی شي.

دغه ځیرک موبایل کې د مېډیا ټېک هېلیو پي۲۳ ډوله پروسېسر ، انډرایډ اوریو ۸٫۱ عامل سیستم، یو اېس بي سي پورټ، وایرلیس چارجنگ او ۶ گېگابایټ رم ځای پر ځای شوي.

دا په اصل کې یو ډېر کلک ځیرک موبایل دی چې اوبو، گرد او غبار ضد دی او په اسانۍ سره نه ماتېږي. اېس۸۰ نومې دغه ځیرک موبایل د ای پی اېس ۶۸ او ای پی اېس ۶۹ درجه بندي ترلاسه کړې. دا په دې معنی دی چې دغه ځیرک موبایل ۳ فټه اوبو لاندې تر ۲۴ ساعتونو پورې نه خرابېږي.

دغه ځیرک موبایل ۶ انچه اېل سي ډي ډوله مخ‌پاڼه، خپلنۍ لپاره ۱۶ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامره، او شاتنۍ برخې کې ۱۲ او ۵ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامرې لري.

ډوجي کمپنۍ خپل دغه اېس۸۰ نومې ځیرک موبایل بیه ۳۸۰ امریکايي ډالره ټاکلې.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: