ټیکنالوژي

د نړۍ لومړنی ۱۲ گېگابایټ رم لرونکی ځيرک موبایل معرفي شو

په نړۍ کې د ځیرکو موبایلونو مختلفې کمپنۍ له یو بل سره سخته سيالي کوي او هر یو غواړي چې د نړۍ تر ټولو چټک ځیرک موبایل وړاندې کړي چې رم (RAM) د دغه خوب په حقیقت بدلولو کې د پام وړ رول لوبولی شي.

د ۲۰۱۸ په پیل کې یوازې څو کمپنۍ وتوانېدل ۸ گېگابایټ رم لرونکي ځیرک موبایلونه وړاندې کړي او یو شمېر کمپنۍ لکه شیاومي او ون پلس به راتلونکو څو اوونیو کې ۱۰ گېگابایټ رم لرونکي ځیرک موبایلونه معرفي کړي.

خو لېنوو نومې چېنایي کمپنۍ د رم په برخه کې تر ټولو مخکې شوه او د نړۍ لومړنۍ ۱۲ گېگابایټ رم لرونکي ځیرک موبایل يي معرفي کړ.

د لېنوو کمپنۍ دغه ځیرک موبایل چې زي۵ پرو (Lenovo Z5 Pro) نومول شوی ۱۲ گېگابایټ رم او ۵۱۲ گېگابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري.

دغه ځیرک موبایل کې د کوالکوم کمپنۍ تر ټولو پرمختللی پروسېسر سنپ ډراگن ۸۵۵ هم کارول شوی او ۲۰۱۹ کې به چېنايي بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

له دې وړاندې ادعا شوې وه، چې د سامسنگ کمپنۍ د گلکسي اېس۱۰ یوه ځانگړې بڼه به د نړۍ لومړنۍ ۱۲ گېگابایټ رم او ۱ ټېرابایټ (۱۰۰۰ گېگابایټ) فایل ثبتونې وړتیا لرونکی ځیرک موبایل وي.

زي۵ پرو دوه نورې بڼې به ۸ گېگابایټ رم او ۲۵۶ گېگابایټ او ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې شي. د دغو ځیرکو موبایلونو تر ټولو ارزانه بڼه به ۶ گېگابایټ رم او ۶۴ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا ولري او سنپ ډراگن ۷۱۰ ډوله پروسېسر به په کې کارول شوی وي.

دغه ځیرک موبایل به څنډه نه لرونکې مخ‌پاڼه ولري او د کامرو لپاره يي د سلایډ اوټ سیستم، چې د کامرې کاریال خلاصولو سره کامرې بهر راوځي، کارول شوی.

لېنوو زي۵ پروس به خپلنۍ اخیستلو لپاره دوه کامرې ولري چې یوه به يي ۱۶ او بله به يي ۸ مېگاپکسله وي. شاتنۍ برخه کې هم ۲۴ او ۱۶ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامرې لري.

د دغه ځیرک موبایل تر ټولو پرمختللې بڼې بیه ۴۳۹۸ یوان او تر ټولو ارزانه بڼې بیه ۲۹۹۸ یوان ټاکل شوې.

 

 

سرچینه: نړۍ نیوز