ټیکنالوژي

په ۲۰۱۸م کال کې کومې کمپنۍ تر ټولو زیات ځیرک مبایلونه پلورلي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ مرغومې، ۱۳۹۷ل): په عام ډول د ځیرک مبایلونو په چمتو کولو او پلورلو کې کوریایي کمپنۍ سامسنګ تر ټولو وړاندې ده خو سږ کال دغه ریکارډ چینایي کمپنۍ هوواوې خپل کړی دی.

چینایي کمپنۍ «هوواوې» چې په ۲۰۱۰م کې یې د ځیرک مبایل چمتو کول پېل کړل نه دا چې روان کال تر ټولو زیات مبایلونه چمتو کړي بلکې د پلورلو لړۍ کې هم تر ټولو مخکې دی.

که څه هم روان کال یادې کمپنۍ ته د ځینو هېوادونو له کبله یو شمېر ستونزې رامنځته شوي خو بیا یې هم په همدغو هېوادونو کې د مبایل پلورلو ریکارډ جوړ کړی.

د هوواوې کمپنۍ څخه په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې دوی په روان کال کې د خپل ځیرک مبایل ریکارډ پلور کړی چې د ایفون او سامسنګ کمپنیو په شمول یې ټولې کمپنۍ شاته پریښي دي.

یادې کمپنۍ په ۲۰۱۸م کال کې په ۱۷۰ هېوادونو کې له ۲ سوه ملیونو زیات مبایلونه پلورلي دي چې د نورو کمپنیو په پرتله ستر ریکارډ دی، ددې له برخې یې (پي ۲۰ او میټ ۲۰) سیریز مبایلونه زیات پلورل شوي دي.

که څه هم یادې کمپنۍ د هر مبایل شمېره نه ده په ډاګه کړې خو ویلي يې  دي چې د منځني بیې مبایلونو پلور د نورو په پرتله زیات شوی دی، اټکل کیږي چې هوواوې کمپنۍ به په راتلونکي کې نور هم کاروونکي زیات کړي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې هوواوې کمپنۍ تر ۱۰۷ ملیونو ځیرک مبایلونه پلورلي وو، دغې کمپنۍ اصلي شهرت له ۲۰۱۵م کال وروسته وموند.

د راپورونو له مخې د هوواوې کمپنۍ (میټ ۲۰ پرو) مبایل د نړۍ تر ټولو غوره انډرایډ مبایل ټاکل شوی، په دویم نمبر (ګوکل پيکسل ۳ XL) دی چې د کامرې لحاظه غوره دی، په درېیم نمبر د سامسنګ کمپنۍ (کلیکسي نوټ ۹) چې ځینې نور یې په لومړي نمبر بولي، او په څلورم نمبر د نوکیا (ون پلس ۶ ټي) مبایل دی، ګلیکسي ایس ۹ او نوکیا ۷ پلس په شپږم او اووم نمبر دي.

هوواوې کمپنۍ په پام کې لري چې راتلونکي ۲۰۱۹م کال هم خپل ریکارډ برقراره وساتي، ددې لپاره یې دوه نوي مبایلونه (پي ۳۰ او پي ۳۰ پرو) په پام کې نیولي چې د ځانګړي ډیزاین، پرمختللو کامرو او نورو ځانګړتیاو سره وړاندې کړي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: په ۲۰۱۸م کال کې کومې کمپنۍ تر ټولو زیات ځیرک مبایلونه پلورلي؟

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: