راشد خان د پاکستان د ثقلین مشتاق شل کلن رېکارډ مات کړ

افغانستان پنځو یوې ورځنیو لوبو لړۍ کې د زمبابوي لوبډلې ته ۴-۱ توپیر سره ماتې ورکړه. دغو لوبو کې د توپ اچوونکو پیاوړې توپ اچونه افغانستان سره په ستر توپیر د بریا خپلولو لامل وگرځېده.

دغو پنځو یوې ورځنیو لوبو کې راشد خان تر ټولو پیاوړې او بریالی توپ اچونه وکړه چې له همدې امله د دغو لوبو د لړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو. راشد خان یوازې پنځو یوې ورځنیو لوبو کې ۱۶ مهمې وېکېټې واخیستې.

راشد خان لومړۍ یوې ورځنۍ لوبې کې ۴، دوهمې لوبې کې ۲، درېیمې لوبې کې ۵، څلورمې لوبې کې ۲ او وروستۍ لوبې کې ۳ مهمې وېکېټې واخیستې.

راشد خان د زمبابوي په وړاندې پیاوړې، اقتصادي او بریالۍ توپ اچونې له امله د کرېکټ نړیوالې شورا نوې درجه بندۍ کې لومړۍ مقام خپل کړ.

د نړیوالو یوې ورځنیو لوبو په تاریخ کې راشد خان تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې یوې ورځنیو لوبو درجه بندۍ کې يي لومړی مقام خپل کړی.

له دې وړاندې د پاکستان پېژندل شوی ورو توپ اچوونکی ثقلین مشتاق په ۱۹۹۸ کال کې چې عمر يي ۷۶۸۳ ورځې وې د یوې ورځنیو لوبو د توپ اچونې برخه کې يي لومړی مقام خپل کړی و.

خو راشد خان زمبابوي پر وړاندې یوې ورځنیو لوبو لړۍ څخه وروسته هغه مهال چې عمر يي ۷۰۹۲ ورځې وې د یوې ورځنیو لوبو د توپ اچونې برخه کې د لومړی مقام په خپلولو بریالی شو.

راشد خان دغه برخه کې د نړۍ پیاوړي او پېژندل شوي لوبغاړي لکه ثقلین مشتاق، سچن ټنډولکر، شکیب الحسن، کگیسو ربادا. گري سوبرز، ډان براډمن، منېندر سېنگ، یان بوتم او جیورج لومن شاته پرېښې او د یوې ورځنیو لوبو تاریخ کې لومړی مقام خپلونکی تر ټولو ځوان لوبغاړی دی.

سرچینه: نړۍ نیوز

یوه تبصره

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

اسیا جام: افغانستان د راشد په مرسته بنګلدیش ته غاښ ماتوونکې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام په وروستي ...