ټیکنالوژي

افغانستان کې د انترنيت بيه پنځوس سلنه کميږي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۵ مرغومی،۱۳۹۷ل): د افغان ټيلې کام مخابراتي شرکت د وينا سره سم به د راتلونکي ۲۰۱۹م کال د فرورۍ مياشتې تر اخره پورې په افغانستان کې د انترنيت بيه پنځوس سلنه راکمه کړي.

دغه راز د یاد شرکت مشر اجمل عيان وايي، چې ټېلې کام شرکت به خپل “4G” خدمتونه په بشپړ ډول هم تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې پيل کړي.

تر دې دمه د ام ټي ان او افغان بيسيم شبکې په ځينو محدودو سيمو کې د 4G او 4.75G خدمتونه وړاندې کړي.

په افغانستان کې ډيری خلک د انترنيت د لوړې بيې، بې باورئ او ټيټ کيفيت څخه شکايت کوي.

خو د مخابراتو وزارت تيره ورځ وويل، چې د ګاونډيو هېوادونو د انترنيت خدماتي شرکتونو سره په تفاهم به په نوي کال کې د انټرنيټ بيې راټيټې او کيفيت به يې لوړ شي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: افغانستان کې د انترنيت بيه پنځوس سلنه کميږي

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: