دیني لیکنې

د معنویت د لوړلو لپاره یو څو خبري [ اوله برخه ]

لیکنه : مفتي احسان الله رشاد

موږ په داسي زمانه کې ژوند کو ، چې په هر ځای کې فتنې خوري وري دي ، انساني او نفساني خواهشات کې ډير دي ، لکه څرنګه چې انساني زندګي عصري شوه ، ورسره فتنې هم عصري شوې ، په فتنه کې اخته کېدلو کې نه شرم محسوسیږي ، او نه لاس رسی ورته ګران دی ، بلکي په فتنه لړی سړی نن سبا عصري سړی یاديږي ، او له فتنې خوندي انسان ته د کښته سړي په سترګه کتل کیږي ، نو په داسي نازک وخت کې خپل ایمان خوندي ساتل او ایماني قوت مضبوطولو لپاره اړین یو ، چې د خپل خوږ پیغمبر ژوند ته را وګرزو ، د هغه د صحابه و زندګي مطالعه کړو ، د هغوی سره ځان جوړ کړو ، خپل معنویات لوړ کړو ، په دې اړه ځیني داسي کارونه دي ، چې باید وشي ، او په حقیقي معنا سره وپېژندل شي ، لکه : نیت ، اخلاص ، صدق ، تقوی ، عهدو وفا ، صبر ، شکر ، تواضع ، احسان ، حُسن خُلق ، توبه او اصلاح ذات البین ، او له ځینو نور باید ځان وژغورل شي ، او حقیقت يې وپېژندل شي ، لکه : ریا ، کِبَر ، عُجَب ، حسد ، نفاق ، ظلم ، غیبت ، دروغ ، نمیمه ، حب الدنیا ، اتباع النفس او حقوق العباد .

دا اعمال هغه څه دي ، چې د انسان د ژغورلو لپاره ، د ایمان د تقویت لپاره او د معنویاتو استوا د لوړو لپاره ډیر اړین او مؤثر دي ، که په ښه ډول وپېژندل شي او عمل ورباندي وشي ، مشکل دا دی ، چې د یاد اعمالو حقیقت موږ نه پېژنو او د عمل د سوچه کولو لپاره يې اهمیت نه پېژنو ، دې طرف ته بلکل توجه هم نه ورکړې ، که لږ د خپل عمل د اصلاح ، د معاشرې د اصلاح په فکر کې شو ، هر څه اسانه دي ، نن سبا چې په کورو ، کلیو ، عامو خلکو او د دوو وروڼو په منځ کې مشکلات او بدبېنئ شتون لري ، ستر لامل يې د همدا دی ، چې یاد اعمال مو په حقیقي معنا نه دي پېژندلي ، او نه مو عمل ورباندي کړی دی ، که موږ یاد اعمال د راتلونکي بحث سره سم وپېژنو او عمل ورباندي وکړو ، نو تر ډیره حده به مو خپل معنویات د معنوي مرض نه خوندي ساتلي او د معاشرې په اعتبار سره به مو اصلاح ذات البین په کامله معنا تر سره کړی وي .

په راتلونکو بحثو کې به ان شاء الله تعالی د دې هر یو پېژندنه ، ډولونه ، اثر مرتب ، د انسان ورباندي مکلیفت او د عملي کولو طریقې به يې په اسانه طرز او طريقې سره بیان کړو .

د کتونکو څخه هیله لرم ، چې د خپل ځان ، کور او اولاد د ژغورلو لپاره تر پایه راسره پاته شي ، او د اصلاح البین په خاطر يې تر نورو پوري په رسولو کې کوښښ وکړي .

نور بیا . . .

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د معنویت د لوړلو لپاره یو څو خبري [ اوله برخه ]

سرچینه: نن ټکی اسیا