نظر او تحلیل

دولتي چارواکي د پکتیاوالو پوښتنو ته څه ځواب لري؟!

ګډو ځواکونو تیره شپه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ پرمموزو او سُرکي کلیو باندې د برید په مهال د یوه مسجد په شمول د کليوالو ګن شمیرکورونه نړولي او شپږ تنه ولسی وګړي يې شهیدان کړي دي.
د پیښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې ګډو ځواکونو په یادو کلیو باندې تر برید وروسته کلیوال له خپلو کورونو را ایستلي او هلته یې په ډزوسره وژلي دي.
د وژل شويو په جمله کې يو تن پخواني جهادي قومندان محمد نعيم ، د هغه ورور او د پکتیا او خوست پوهنتون دری تنه محصلین چې دری واړه د قومندان محمد نعیم وریرونه وو شامل دی.
سیمه یزو خلګو د وژل شویو جسدونه د پکتیا ولایت مقام ته راوړي او له دولته دا پوښتنه لري چې قومندان محمد نعیم او د هغه وریرونه ولي ووژل شول؟
تیره اونۍ چې کله اسد الله خالد او امرالله صالح د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره د سرپرستانو په توګه وټاکل شول دواړو د خپلو راتلونکو پروګرامو او مقرراتو په اړه په خورا جدیت سره څرګندونې وکړې او دهغو په ترڅ کې یې یو لړ نوي احکام صادر کړل.
خو دې خبرې ته یوه هم اشاره ونه کړه چې د امریکايي ځواکونو د هغو خپلسریو په اړه چې هره ورځ ورکې د زرمت د ویرجنې پیښې په څیر په سلګونو افغانان له هیڅ جُرم پرته وژل کیږي د دفاع او داخله وزیرانو په حیث څه تدبیر او ځواب لري؟
همدې دواړو ښاغلیو د تقرر په مراسمو کې د خپل ولس د دفاع او امنیت تأمنیولو لپاره د هیواد والو د سر او مال د دفاع او ساتنې ژمنه وکړه ، خو اوس به هغوی دواړه د خپل وظیفوي مسؤلت له مخې د امریکایانو په لاس د پکتیا والو دغه وحشیانه وژنه څرنګه توجیه کوي؟
ایا د پکتیا وژل شوي محصلین به د هیواد او ولس د امنیت اخلالګران بولي چې د دوی د دوستو ځواکونو !!! لخوا په جزا ورسیدل او که به هغه کلیوال مظلومین وي چې د اشغالګرو لخوا په ظلم او وحشت سره د خپل کور په حریم کې شهیدان کړای شول.
دا پوښتنه د ټول پکتیا ولس او ټولو هغو کورنیو ده چې خپلوان یې په دغسي بوږنوونکی ډول د اشغالګرو لخوا د خپلو کورونو په انګړ کې وژل کیږي.
ایا دولتي چارواکي څوک شته چې د پکتیا والو دغې پوښتنې ته ځواب ورکړي؟!

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: دولتي چارواکي د پکتیاوالو پوښتنو ته څه ځواب لري؟!

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */