نظر او تحلیل

د ولسمشريزو ټاکنو ځنډېدل؛ یوه پر ځاى پرېکړه!

احمد جواد

د ټاکنو خپلواک کمېسيون بالاخره د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کولو په اړه د خپلې پرېکړې د اعلانولو پرمهال په ډاګه کړه، چې کېداى شي دا ټاکنې تر درېيو مياشتو پورې وځنډول شي، که څه هم یاد کمیسیون وایې چې دا وروستۍ پرېکړه نده، خو دا د خلکو لپاره ځکه ډېره حيرانوونکې خبره نده چې ولسمشريزې ټاکنې نږدې شوې وې، خو کمېسيون نه يوازې چې د تېرو پارلماني ټاکنو له جنجالونو څخه نه دى خلاص شوى، بلکې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره يې هېڅ ډول چمتووالى نه لري.

بله مهمه خبره د اده، چې د امريکا، افغان حکومت او د سيمې د هېوادونو لخوا د افغان سولې لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي او امريکا هڅه کوي، چې تر ژره د افغان سولې بهیر په تړاو يو تړون ته ورسېږي او له افغانستان څخه پښې سپکې کړي، نو که چېرې امريکا او نور اړونده خواوې رښتيا هم سولې ته ريښتيني وي، نو بيا تر  ټاکنو سوله مهمه او اړينه ده.

که چېرې د سولې په اړه کوم تړون او سياسي جوړ جاړى کېږي ؛ نو حتماً بيا په اساسي قانون او د حکومت په څرنګوالي کې بدلونونه رامنځته کېږي او لکه چې لوېدېزوالې رسنۍ شننه کوي، کېدای شي د سولې په اړه د یوه هوکړه لیک په پایله کې موقت حکومت را منځ ته شي، چې پدې صورت کې به بیا ددې ولسمشریزو ټاکنو لپاره مصارف او هلې ځلې ټولې عبث شي.

ځکه نو ښه به دا وي، چې دا ولسمشريزې ټاکنې بيخي ونه شي او تر هغه وځنډېږي چې يو ځل د سولې خبره معلومه شي او د سولې تر تړون وروسته بيا د نوي پاک، خپلواک او رېښتيني کمېسيون لخوا ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي او خلک په ډاډه زړه ‍وکولى شي د يوې رڼې پروسې له لارې د خپلې خوښي کانديد ته رايه ورکړي او د خپل راتلونکي برخليک وټاکي.

بل اړخ ته دا هم باید هېر نه کړو چې د خلکو په نظر اوسنى کمېسيون شاید ددې وړتيا ونلري، چې ولسمشريزې ټاکنې په سمه توګه ترسره کړي، دافغانستان په تاريخ کې دا تر ټولو بې واکه، بې نظمه، غير مسلکي او خراب کمېسيون و، چې د ولسي جرګې ټاکنې يې په شرمونو وشرمولې.

د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې نږدې ١٠٠ تنو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ، تر ٤٠٠ زيات ټپيان شول، خو کمېسيون ته دا ټول بې ارزښته وو، او پر هر څه يې معاملې وکړې، د درغليو او فساد داسې راپورونه او شواهد خپاره شوي دي، چې سړى ورته حيران شي او له ټاکنو يې د سړي زړه تور شي.

دغه ډول ټاکنو ته په کتلو سره هېڅ هېوادوال دې ته زړه نه ښه کوي، چې ګوندې په راتلونکو هر ډول ټاکنو کې ونډه واخلي، تر هغه چې په ټاکنيزو کمېسيونونو، ټاکنيز نظام او ټاکنيز بهير کې اصلاحات را نافذ نشي، پاک او په کارپوهه کسان ونه ګورمال شي، نو فکر نه کوم، هېواد وال دې يو ځل بيا دې د اوسني کمېسيون له لارې په ترسره کېدونکو هر ډول ټاکنو کې ونډه واخلي.

که چېرې د سولې د روانو هلو ځلو په پايله کې په هېواد کې ريښينې او تلپاتې سوله راشي؛ نو ورسره په هره برخه کې د پرمختګونو تمه کېداى شي او طبیعي ده چې دغه بدلونونه به پر ټاکنيز نظام هم مثبتې اغېزې ولري او کېدای شي له دې سره د يوه ښه کمېسيون له لارې ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي.

خو سوله بايد لومړيتوب وي، نه ټاکنې، که چېرې رښتيا سوله راځي، نو ټاکنې دې يو څه چې څو ځله بايد وځنډول شي.

په همدې بڼه د امريکا او افغان حکومت ترڅنګ طالبانو ته هم پکار دي چې سوله خپل لومړيتوب وګرځوي، ځکه پر جګړې ټینګار او د سولې له خبرو اترو مخ ګرځول د روانو ناخوالو د دوام معنی ورکوي، هغه ناخوالې چې نه په کې د افغانانو ژوند خوندي دی او نه هم په کې د افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې.

افغان حکومت وايي، چې دوی د سولې لپاره غږ پورته کړی دی او د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره یې ټول خنډونه له منځه وړي دي، اوس دا پر طالبانو پورې اړه لري، چې د روانو ناخوالو، جګړو او ویجاړیو ته دوام ورکوي او که د افغانستان د پرمختګ، د افغانانو د ژوندي خوندیتوب او په ګډه د افغانستان د ابادولو له کاروان سره یو ځای کېږي.

خو خلک بیا له دواړو لورویو هیله لري چې د بين الافغاني مذاکراتو له لارې ٤٠ کلنه شخړه پاى ته ورسوي، څو په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره او بيا د يوه سالم کمېسيون لخوا داسې ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي، چې هر افغان د يوې شفافې پروسې له لارې خپلو نوماندانو ته رایه ورکړي.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: