نظر او تحلیل

د طالبانو دیپلوماتیک ظهور دهغوي د سیاسي موفقیت محصول

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

وروسته تر دې چې پرون خبري رسنیو تهران ته د طالبانو د یوه دييلوماتیک پلاوي د رسیدو خبر ورکړ ښاغلی ذبیح الله مجاهد نن د یوې اعلاميي په صادرولو سره تهران ته د خپل دیپلوماتیک پلاوي سفر رسما تائید کړ.

د طالبانو لخوا په صادره کړل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ایران ته د دوی د استازیو سفر د هغو دیپلوماتیکو هڅو له جملې څخه ګڼل کیږي چې د سیمې اسلامي هیوادونو ته یې پیل کړي او موخه یې له امریکايي اشغال نه وروسته د افغانستان د اړونده موضوعاتو په اړه بحث کول دي.

له امریکايي چارواکو سره د مقدماتي خبرو له پیل نه وروسته دا د طالبانو د سیاسي استازیو دوهم ښکاره ديپلوماتیک سفر دی چې تر سره کوي یې.

د تیر نومبر په نهمه طالبانو د مسکو په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د روسیې فدراسیون او امریکې په شمول د ۱۲ هیوادونو لوړ پوړو چارواکو ورکي ګډون درلود.

په یاده غونډه کې طالب ديپلوماتان په سیاسي او تبیلغاتي لحاظ ډیر وځلیدل او ویې کړای شول چې د یادې غونډې له سټیج نه خپل سیاسي پیغام نړیوالو ته ورسوي.

د طالبانو په مقابل کې د امریکا پوځي ناتواني د افغانستان ګاونډي او سیمه ییز هیوادونه دیته اړکړل چې د راتلونکي افغانستان په اړه له طالبانو سره سر له اوسه سیاسي اړیکي ونیسي.

دا کار د طالبانو د پوځي بریا ترڅنګ د هغوی داسې سیاسي موفقیت ګڼل کیږي چې له امریکایانو سره په روان مذاکراتي بهیر کې ترې د ديپلوماتیک تفوق په توګه مؤثره استفاده کولای شي.

د ديپلوماتیکو هڅو په جمله کې تهران ته د طالبانو د سیاسي پلاوی سفر او له ایراني چارواکو سره تر اشغال وروسته افغانستان په اړه د هغوی بحث کول د دې ښکارندويي کوي چې طالبان له امریکایانو سره د پیل کړي مذاکراتي بهیر له پایلو څخه ډاډه او په دې لټه کې دي چې تر امریکايي اشغال وروسته د خپل موقف په اړه د افغانستان ګاونډیان سر له اوسه ډاډه کړي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د طالبانو دیپلوماتیک ظهور دهغوي د سیاسي موفقیت محصول

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: