روغتیا

د روغ صحت لپاره (۶) واړه او ورځني کارونه

۱. د روغتیايي څيړنو پر اساس، د پروټین لرونکو خوړو خوړل شکر ثابت ساتي او د عمر په ډیریدو سره انسان له پښو غورځيدو ژغوري. همداراز د سهار له مخې پروټین لرونکي خواړه خوړل لکه هګۍ، کولی شي چې ستاسې وجود ته انرژي ورکړي او تر ډیره مو ماړه وساتي.

۲. په یو ځای د ډیر وخت لپاره دوامداره کیناستلو سره د بدن د میټابولیک کچه له خپل عادي حالت څخه راښکته کیږي، چې په دې سره په بدن کې خواړه په انرژۍ نه بدلیږي. له همدې امله، په یوځای د ډیر وخت کیناستلو څخه ډډه وکړئ، او له ۴۰ دقیقو کار وروسته په خپل شاوخوا کې قدم ووهئ.

۳. د کدو، ګل افتاب پرست او نورو زړیو یا خستکو خوړل د انسان روغتیا ته خاصه ګټه رسوي. زړي د پروټینو ازمویل شوي او حقیقي سرچینې دي، چې د ورځې له مخې یو موټی زړي خوړل د کالورۍ کچه ټیټوي او د انرژۍ کچه لوړوي.

۴. خپلې روغتیا ته باید تر هر بل څه لومړیتوب ورکړئ. ځکه که په وجود روغ ونه اوسې، نو د هیڅ کار هم نه یئ؛ په همدې اساس باید له سمو خوړو او څښاکو څخه استفاده وکړئ.

۵. که چیرې د هرې ورځې په پای کې د (۵ – ۱۰) دقیقو پورې د هماغې ورځې په خپلو سمو او ناسمو کارونو فکر وکړئ او سبا ورځ یې له ناسمو کارونو ډډه وکړې، نو په دې سره به مو ژوند ډیر بدلون وکړي او له خوښیو به ډک شي.

۶. په خپلو ورځینو چارو کې فزیکي فعالیت ته هم وخت ورکړئ، هڅه وکړه چې دندې ته په تلو او راتلو کې په پښو زیات مزل وکړئ. که چیرې دا ممکنه نه وي نو بیا له دندې رخصتیدو وروسته یوه ورزشي کلپ ته لاړ شئ او سپورټ وکړئ، ځکه فزیکي فعالیت کاري ستړیا له منځه وړي.

سرچینه: پښتو بهیر

%d bloggers like this: