نړۍ

بلوچستان: د پوځ پر مرکز برید کې اتو پاکستاني پوځيانو ته مرگ ژوبل اوښتې

د  پاکستان بلوچستان ايالت ختيځ لورلايي سيمه کې پاکستاني طالبانو د پوځ  پر يوه روزنیز مرکز برید کړی، چې پر مهال يې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي، څلور ټپيان دي او څلور واړه بریدگر هم وژل شوي دي.

په سيمه کې د پوځ ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه څلورو بریدگرو د د لورلايي چوڼۍ سيمه کې د پوځ پر روزنیز مرکز له چاودنې وروسته ډله‌ييز برید وکړ او تر سهاره د بریدگرو او پوځيانو ترمنځ نښته روانه وه.

د پاکستان د پوځ رسنيزې ادارې  رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼې کې ويلي، چې د وسله‌والو په دې برید کې څلور سرتيري وژل شوي، څلور ټپيان دي او د پوځيانو په ځوابي برید کې  څلور واړه بریدگر هم وژل شوي دي.

چارواکو تر اوسه دا نه دي ويلي، چې بریدگر څوک او له کوم لوري راغلي وو.

پاکستاني طالبانو د دغه برید مسووليت منلی دی.

د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني رسنيو ته په لېږل شوې بريښناليک کې ویلی، چې د پوځ پر ياد مرکز برید دوی کړی، خو د پاکستاني چارواکو په گډون ازادو سرچينو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: