نظر او تحلیل

ولې څلور ډوله ټاکنې پر یو وخت؟

ولې څلور ډوله ټاکنې پر یو وخت؟

د ټاکنو کمېسیون له خوا د ولسمشریزو ټاکنو ځنډولو ته د سیاستوالو او سیاسي ګوندونو له غبرګون وروسته، اوس د ټاکنو کمېسیون هغه ادعا دروغ شوه چې ویل یې د ټاکنو د ځنډ پرېکړه یې له سیاستوالو او سیاسي ګوندونو سره له مشورې وروسته کړې ده. د ولسمشرۍ ځینو احتمالي کاندیدانو، سیاسي ګوندونو، سیاستوالو او ان د ټاکنو څارونکو بنسټونو دا پرېکړه ناقانونه ګڼلې ده او ویلي یې دي چې دا پرېکړه به بدې پایلې ولري. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم ویلي چې د ټاکنو کمېسیون باید په دې اړه وضاحت ورکړي. د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون هم دا پرېکړه ناقانونه ګڼلې ده او ویلي یې دي چې په دې اړه باید وضاحت ورکړل شي.

د ټاکنو کمېسیون له خوا د ولسمشریزو ټاکنو ځنډ ته غبرګونونه توند او جدي دي او ان ځینې کسان خو دا د کمېسیون او حکومت ګډه دسیسه ګڼي. دسیسه یوازې په دې کې نه ده چې ولسمشریزې ټاکنې ځنډول شوې دي، بلکې دسیسه په دې کې ده چې څلور ډوله ټاکنې یو ځای کړل شوې دي. د کمېسیون د پرېکړې له مخې د ولسمشرۍ ټاکنې، د غزني پارلماني ټاکنې او دغه راز د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ټولې به پر یو وخت کېږي. د دې پرېکړې تر شا حکومت دی او ځانګړی سیاسي هدف تعقیبوي. دا روښانه ده چې ولسمشر خپل ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی دی او په ځانګړي ډول هغه کسان ورسره نشته چې په ولس کې نفوذ لري او یو کاندید ته رایې اخیستلی شي. اشرف غني او ملګري یې دا چاره درک کوي. اوس غواړي د خپل کمپاین لپاره د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو له کاندیدانو کار واخلي. د پخوانیو تجربو او اټکل له مخې ولایتي شوراګانې به شاوخوا درې زره کاندیدان ولري او ولسوالیو شوراګانو ته به شاوخوا ۱۲ زره کسان ځان کاندید کړي. په دې ډول به ۱۵ زره کاندیدان وي. محمد اشرف غني غواړي له دغو ۱۵ زرو کسانو سره د معاملې او جوړجاړي له مخې خپل ځان بیا بریالی کړي. حکومت له دغو کاندیدانو سره د معاملې دوې لارې لري. لومړی دا چې دوی ته به پیسې ورکول کېږي چې ځان ته د کمپاین او درغلۍ ترڅنګ اشرف غني ته هم کمپاین او درغلي وکړي. دویم دا چې دوی ته به د کامیابۍ وعدې ورکول کېږي. له دې امله چې د ټاکنو کمېسیون د ارګ په واک کې دی، نو دوی ته به نه یوازې وعده ورکول کېږي، بلکې ګواښل کېږي به چې که د محمد اشرف غني خلاف کمپاین کوي او یا له بل کاندید سره ودرېږي، نو کمېسیون به ورته ستونزې جوړې کړي.

د ارګ دغه پلان ځینو سیاستوالو او کاندیدانو درک کړی دی. له همدې امله د ټاکنو ځنډ او د څلور ډوله ټاکنو یو ځای کول ورته دسیسه ښکاري. که د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د ارګ لاسوهنې، د کمېسیون بې کفایتۍ او له ارګ څخه پیروۍ ته وکتل شي، نو ښکاري چې ارګ او کمېسیون د محمد اشرف غني په ګټه او د نورو کاندیدانو پر خلاف یوه دسیسه کوي. دا دسیسه رښتیا هم خطرناکه ده او پکار ده چې ټول کاندیدان، سیاسي ګوندونه، سیاستوال، د ټاکنو څارونکي بنسټونه او ولس یو بل ته لاس ورکړي او د دې دسیسې مخه ونیسي. له دې پرته به ټاکنې او د خلکو رایې لا زیاتې مسخره شي او اوسنۍ ناقانونه واکمني به دوام کوي.

 

 

 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو