خبرپاڼې

د جمهوررئیس د حکم پر بنسټ، د شهیدانو ورثې ته د خوراکي توکو کومکي کوپونونه وېشل کېږي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د روان کال د مرغومي په ۹مه د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې ته، ملي تدارکاتو ادارې د هېواد د شهیدانو ورثې ته د خوراکي توکو د کومکي کوپون د وېش تطبیقي طرحه وړاندې کړه.

دا طرحه چې د جمهوررئیس د حکم پر بنسټ ترتیب او تطبیقېږي، موخه یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي او د شهیدانو مقام ته درناوی دی.

د یادې طرحې پر بنسټ به په لومړي پړاو کې په ازمایښتي ډول په کابل کې د اړوندو ادارو په همکاری پر شرایطو برابر ۱۲ زره کورنیو ته د ۹ میاشتو لپاره د خوراکي توکو کومکي  کوپون  وېش پیل او تطبیقېږي، وروسته دغه لړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیلېږي.

په دغو خوراکي توکو کې اوړه، وریجې، غوړي، چای، بوره او عدس (نسک) شامل دي چې هره میاشت د شهیدانو ورثې ته د کوپون د تائید شوې کتابچې له مخې وېشل کېږي، دغه راز به د ملي تدارکاتو اداره د دغه بهیر د شفافیت او څارنې په خاطر ګډه کمېټه جوړوي.

د یادونې وړ ده چې د هېواد د جمهوررئیس د حکم پر بنسټ، ملي دفاع، کورنیو چارو او کار او ټولنیزو چارو وزارتونه، د معلولینو او شهیدانو د ورثې د ملاتړ اداره او د ملي امنیت لوی ریاست مکلف دي چې د ولایتونو په تفکیک سره د شهیدانو د ورثې لېست او شهرت ملي تدارکاتو ادارې ته وسپاري او د یاد حکم د تطبیق په موخه ملي تدارکاتو ادارې سره هراړخیزه همکاري وکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ