ټولنیزي لیکنې

د امام ملا علي قاري(رحمه الله) ژوند ته لنډه کتنه

نذیر احمد 

امام نورالدين علی بن سلطان محمد الهروی المکی الحنفی المعروف بالقاری چې په ملا علي قاري یا امام علی قاری رحمه الله تعالی شهرت لري په علم التفسير، قرأت او احاديثو کې ستر امام و.

د فقهې، اصولو، تصوف، لغت، نحو، ادب او تاريخ په ميدان کې د خپلو همځولو په کتار کې ممتاز عالم و. خدای بخښلی عالم په هرات سيمه کې (چې  هغه وخت د خراسان یوه سیمه بلل کیده) زيږیدلی دی.

د علم ابتدائي مراحلې يې په خپل پلرني ټاټوبي هرات کې تر سره کړې، وروسته يې د مکې مکرمې په طرف د علم د حصول په هدف رحلت وکړ، چې د همغه مقدس ځای له سترو علماء کرامو څخه يې د علم تنده خړوبه کړه، لکه: استاد ابوالحسن البکری، علامه احمد بن حجر المکی، علامه عبدالله السندی او همدارنګه علامه قطب الدين المکی.

تر څو چې د الله تعالی د ورکړي نادر ذکاوت، راجح عقل او دقیق فهم په وسيله په مکه معظمه کې مشهور شو، له عربو او عجمو څخه به ورته علماء کرام د زدکړو او ملاقات لپاره راتلل.

دې نابغه استاد ته الله تعالی پر مصيبتونو صبر، په علمي تحقيقاتو نه ماتيدونکې تنده او يوه هوسا او سليسه طريقه د بيان ورکړې وه چې خورا په پاللې وه.

پر دې سربېره يې ښه ليکدود او حسن خط هم زده و، ويل کيږي چې هر کال به يې قرآن کریم په ښه ښايسته خط ليکی چې د علم قرأت او تفسير په مهمو نکاتو به مزين و.بيا به يې پلوری او په همدې روپو به يې له همدې کاله بيا تر راتلونکي کال پوري خپل ځان ساته.

دې پياوړي عالم له تعليم (ورزده کړې) نه پرته د تصنيف او تاليف په نړۍ کې هم ډير خدمتونه کړي، تصنيفات يې تقريبا۱۲۵شاوخوا ته رسېږي چې په دې کې څه داسي کتابونه هم شته چې تر لسو جلدونو اوړي او بعضي بيا رسالې غوندي په څو محدودو پاڼو کې دي. د مثال په توګه لکه: مرقات شرح مشکاة، شرح الشمائل، شرح النخبة، شرح الشاطبيه، شرح الجزرية، اثمار الجنیة فی اسماء الحنفية، نزهة الخاطر فی مناقب الشيخ عبدالقادر، شرح موطأ امام محمد، سند الانام شرح مسند الامام، المصنوع فی معرفة الموضوع، شرح الفقه الاکبر او همداشان نور……..

ځوان عالم علامه عبدالحی اللکنوی يې په حق کې وايي( و کل مؤلفاته نفيسة فی بابها، فريدة و مفيدة).

او همدارنګه د ده په حق کې ليکي چې ( بلغته الی مرتبة المجددية علی رأس الالف من الهجرة)

د علومو دا ځلاند لمر په کال ۱۰۱۴ هجري قمري د شوال المکرم په مياشت کې په سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې د تل لپاره غوټه شو. خدمتونه يې مقبول، ياد يې تل او روح يې ښاد.آمين.

کله چې د مصر علماء کرامو ته د ده د مرګ خبر ورسيد، نو هغوی په جامع الازهر کې د زرګونو کسانو په ګډون غائبانه لمونځ ورپسي وکړ، تقديرا منهم لامامته فی العلم و الدين.

(رحمه الله تعالی)

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د امام ملا علي قاري(رحمه الله) ژوند ته لنډه کتنه

سرچینه: نن ټکی اسیا