ټولنیزي لیکنې

په شل روپوۍ يې له لیوني سره د جنت سودا وکړه

ژباړه : مفتي احسان الله رشاد

یوه ښځه پر لار تېردله ، لیونی سړی يې ولیدی ، چې په یو لرګي پر زمکه رسم جوړه وي .

د ښځي پر دې سړي رحم راغلی ، او پوښتنه يې ترې وکړه ، چې څه کوې ؟

ده ورته کړه : د جنت نقشه جوړه وم ، او پر برخو يې وېشم ، ښځي ورته وخندل .

او ده ته يې وویل : چې ایا زه د جنت یوه برخه اخیستلای شم ؟

او قیمت يې څو روپوۍ دي ؟

سړي ورته وکتل ، او ويي ویل: هوکي ! یوه برخه په شل ریاله .

ښځي سړي ته شل روپوۍ او یو څه ډوډۍ ورکړه ، ولاړه .

په دغه شپه خوب ويني ، چې په جنت کې ده .

په سهار يې خپل خاوند ته خوب ووایو ، او د لیوني کيسه يې ورته وکړه .

سړی يې ولاړ ، او هغه لیوني ته ورغلی ، چې یوه برخه ترینه واخلي .

او ورته وويې ویل : غواړم د جنت یوه برخه درنه واخلم ، او پیسې يې څومره دي ؟

سړي جواب ورکړ : نه يې خرڅوم !!

دې سړي تعجب وکړ ، چې پرون دي زما پر ښځه په شل روپوۍ خرڅ کړ .

لیوني سړي ورته وویل : ښځي دي جنت په شل روپوۍ نه غوښت .

بلکي زما د زړه جوړولو لپاره يې سودا وکړه .

او ته خو جنت په شل روپوۍ غواړي ، او د جنت لپاره مقرر قیمت نشته .

ځکه چې جنت ته سړی د ماتو زړو په جوړولو سره ورځي .

له مثقف نه ژباړه

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: په شل روپوۍ يې له لیوني سره د جنت سودا وکړه

سرچینه: نن ټکی اسیا