دیني لیکنې

د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ژوند ته لنډه کتنه

مولوي رحمت الله

حامدا ومصليا وبعد

اسلام يو پاک او مقدس دين دی، انسان ته د دنيا او اخرت خير ورپه برخه کوي. الله تعالی د دې دين د بيانولو لپاره قران کريم او رسول الله صلی الله عليه وسلم راليږلي دي، رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل مبارک ژوند کې داسي روزنه صحابه کرامو رضوان الله تعالی عليهم اجمعين ته ورکړه چې هر يو د اسلام ژوندۍ نمونه وه او د اسلام لپاره يې هرڅه قربانول؛ له دې کسانو څخه يو حضرت ابوبکر رضی الله عنه و.

حضرت ابوبکر رضی الله تعالی عنه د فيل له واقعې څخه دوه کاله وروسته پيدا شوی دی، تر نبی کريم صلی الله عليه وسلم دوه کاله کشر و، اصلي نوم يې عبدالله و، مشهوره په صديق و، تر اسلام وړاندي هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګری و، د خپل قوم مشر او د قريشو له غټو سردارانو څخه و، قوم يې احترام کاوه، تر اسلام له مخه ده او حضرت عثمان رضی الله عنهما شراب حرام ګرځولي و.

کله چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم مبعوث شو په نارينه و کې اول کس و چې پر نبی کريم صلی الله عليه وسلم يې ايمان راوړ.

کله چې په اسلام مشرف شو نو په دعوت او تبليغ الاسلام يې پيل وکړ، د اسلام لپاره يې هر قسم قرباني ورکړه، وهل، د قوم خوابدون، او هر څه يې برداشتول خو اسلام ته وفادار و.

د ده دعوت په برکت پر نورو سربيره پنځه تنه له عشره مبشره څخه عبدالرحمن بن عوف، طلحه بن عبيدالله، عثمان بن عفان، سعدبن ابی وقاص او زبیر بن عوام رضی الله تعالی عنهم په اسلام مشرف شول. همداراز مور، پلار، زامن او لمسيان يې د ده په دعوت په اسلام منور شول.

له رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلام سره د اخلاص په برکت له انبياء عليهم السلام راورسته مرتبه د ده ده .

په رسول الله صلی الله عليه وسلم ډير ګران و، په ټول ژوند کې له هغه سره ملګری و، کله چې نورو صحابه کرامو حبشې ته هجرت وکړ دی په مکه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پاتي شو، مدينې ته د هجرت په موقع يې له نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره مکې ته هجرت وکړ.

کاريې تجارت و، ښه ډير مال يې لاره، نيک خويه او مينه ناک انسان و، په نسب پوهنه کې ښه پوهي الله تعالی ورکړې وه، د خوب په تعبير کې يې هم ښه سبقت درلود.

د اسلام سره د مينې په خاطر يې اوه هغه مظلوم کسان چې مشرکينو به ظلم ورسره کاوه، واخيستل بيايې ازاد کړل چې هغه دا لاندي ياد شوي کسان دي.

بلال، عامر بن فهيره، ……..نهديه او لور يې، د بنو مؤمل يوه وينځه، ام عبيس رضی الله تعالی عنهم .

و ثانی اثنين فی الغار المنيف                                                                طاف العدوبه صعد الجبلا

و کان حب رسول الله قد علموا                                                               من البرية يعدل به رجلا

سرچینه: عزم وېبپاڼه

%d bloggers like this: