خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د امریکا لوی درستیز خپل حضور ته ومانه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارک مایلي چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، نن مازدیګر خپل حضور ته ومانه.

په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتېژۍ د مثبت تاثیر، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او پر خپل ځان د بسیاینې په خاطر د افغانستان د پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني په دې کتنه کې وویل، افغان حکومت د اصلاحاتو په اړه لازمې برنامې لري او پر مثبت لوري د حرکت په حال کې دی.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: