خبرپاڼې

جمهور رئیس غني پر ولسي انسجام او د پولیو د لمنځه وړلو کمپاین د شېوو پر تغیر ټینګار وکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په خاطر د لازیاتو تدابيرو  د نیولو په موخه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې  چې نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه،  د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریچارډ پیپر کورن، د یونیسف ادارې استازي اډیل خودر، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز او د جمهوررئیس سلاکار ډاکټر نجیب الله مجددي، حضور درلود.

په پېل کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو  پولیو څخه د پاک افغانستان په خاطر د چټکو لارو چارو په برخه کې د خپلو ارګانونو د فعالیتونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.جمهوررئیس غني د یادو معلوماتو له اورېدو وروسته د دې ترڅنګ چې په یو شمېر ولایتونو کې یې د پولیو د پېښو زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله وې ویل، د پولیو له منځه وړلو ته ځانګړې شوې منابع دې سمې مصرف شي او حکومت د پولیو لمنځه وړلو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د هېواد جمهوررئیس پر ولسي انسجام او همدارنګه په افغانستان کې د پولیو لمنځه وړلو کمپاین په زیاتوالي،  د شېوو پر بدلون او ټول شموله کېدو ټینګار وکړ.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ