خبرپاڼې

جمهور رئیس غني د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خپل حضور ته ومانه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیدعباس عراقچي خپل حضور ته ومانه.

په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو د دولت په دولت هراړخیزه اړیکو د ارزښت، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او  چابهار بندر څخه د غوره استفادې د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهوررئیس غني ته راپور ورکړ او د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې د تداوم په اړه د خپل دولت د تعهد د دوام ډاډ ورکړ.

دغه راز په دې کتنه کې د موثرو پایلو د ترلاسه کولو په موخه په ټولو ابعادو کې پر لازیاتې کاري همغږۍ هم ټینګار وشو.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ