کلتور او ادب

څوک/ اجمل پسرلی

د شپې یې ډير زګیروی و. بیا نرسه راغله ستن یې ورولګوله. اوس چې لمر راختلی دا دی بیا یې ویش واخ دی. ورغږ مې کړل:

« بابانیکه، ښه یې؟»

د پردې تر شا نه راښکاریده، غږ مې لوړ کړ:

« ډير په عذاب یې؟»

بابانیک پرده کش کړه:

-مننه، ښه یم، پرون پایوازان درته راغلل نن څوک درته راځي؟

-نه پوهیږم

-ته بختور یې زه په خپل وطن کې څوک نه لرم

پر خپلې پلاستر شوې اوږې یې لاس کیښود، په اړخ شو:

-اول ځل چې مې ټکر وکړ زوی مې مړ شو، ښځې مې طلاق کړم که مې ښځه لرلی او سمه ښځه، خامخا یې حال راباندې اخیست… خامخا

د دروازې ټک ټک شو، بابانیک سوړ اسویلی وکیښ، ډاکټر و، ده ته یې وویل:

« ما خو پرون درته ویل چې د شنبې په ورځ دې ښایی رخصت کړو خو له پرون راهیسې دې چې نرسې فشار کتلی دی فشار دې لوړ شوی په علت یې باید پوه شو نو څو ورځې نورې باید په روغتون کې پاتې شې».

د ډاکټر له وتلو سره بابانیک زما بستر ته ودرید، راته وې ویل:

-تاته څوک راځي

-که راتلی خامخا یې تر اوسه حال راکاوه

-دا دنیا همداسې ده که دې چاته ګټه نه وررسیږي بیا دې هیروي

سترګې مې خوبولې شوې، چې رڼې مې کړې د سیرم پر کڅوړې ولګیدې چې دانه دانه په نري پایپ کې څاڅي. تر کڅوړې ورها خوا د کړکۍ له خوا رڼا راتله، خو د ژمي مازدیګر نه تیریده. بابانیک هم غلی و، پرې غږ مې کړل:

-ښه یې؟

د پردې له شا یې ځواب راکړ:

-کتاب وایم بیخي ښه یم

-د څه شي کتاب دی

-ناول دی خوندوره کیسه لري یو سړی خپله ښځه وژلې، پولیس پسې ګرځي خو نه یې شي موندلی.

پراګ

1,044 total views, 12 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this: