روغتیا

یخنۍ کې د پوستکي روغ ساتلو لپاره د ګیلسرین استعمال وکړئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د یخنۍ په موسم کې د پوستکي ساتلو لپاره بېلا بېل کریمونه او لوشن استعمالیږي، خو ددې پر ځای چې پوستکي ته ګټه ورکړي تاوان هم وررسوي.

د ګیلسرین استعمال او د ګلاب اوبه د پوستکي د ساتنې لپاره د پيړیو پخوانۍ نسخه ده، خلکو به له غسل وروسته یا د شپې له بېده کېدو وړاندې پر مخ، لاسونو او پښو استعمالول، چې د پوستکي ساتنې سربېره به یې نورې ګټې هم لرلې.

په یخ موسم کې د بدن پوستکی خشک او وچ شي، چې نتیجتا بیا پوستکی چاودیږي او سوزي، ګیلسرین په عام ډول پوستکی له خشکۍ او وچوالي ساتي، خو د پوستکي په ښکلا او تازه ساتلو کې هم خورا ګټور دي، دلته یې ګټې ولولئ:

پوستکی سپینوي

د لیمو اوبه، ګیلسرین او د ګلابو اوبه په مناسبه اندازه ګډې کړئ او د شپې له بېده کېدو وړاندې يې پر مخ او لاسونو ښه ومښئ، سهار مو مخ او لاسونه پریمنځئ اثر به یې ډیر ژر وګورئ، خو د دوامداره ساتلو لپاره یې بیا بیا استعمال کړئ.

خشکي له منځه وړي

د پوستکي د تازه ساتلو او نرمښت لپاره د «شیدو کریم» کې ګیلسرین ګډ کړئ، پرمخ او لاسونو یې ولګوئ، تر لسو دقیقو یې پریږدئ بیا یې په ګرمو اوبو پریمنځئ، پوستکی به مو نرم او له خشکۍ/وچوالي وساتل شي.

د مخ دانې ختموي

ګیلسرین د باکتریاو ضد په توګه هم استعمالیږي، ددې لپاره که پرمخ مو دانې یا داغونه وي د ګیلسرین استعمال په مسلسله توګه وکړئ، همدا ډول د خولې پولۍ کېدلو لپاره هم د ګیلسرین استعمال غوره درمل دی.

مخ روښانه او څلکوي

ګیلسرین د بیسن یا شیدو کریم او صندل پوډرو کې ګډولو سره له دې کریم جوړ کړئ، پرمخ یې ووهئ او تر شلو  دقیقو یې پریږدئ بیا مو مخ په ګرمو اوبو پریمنځئ، د مخ پوستکی به مو تر و تازه، څلکیدار او روښانه شي، د لا ښې نتیجې لپاره په اوونۍ کې دوه واره دغه کریم استعمال کړئ.

سربېره پر دې د ګیلسرین عام استعمال د مخ، لاسونو او پښو بلکې د ټول پوستکي لپاره غوره څيز دی، خو که د ګلابو په اوبو کې ګډ شي لا به ښه نتیجه ورکړي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: یخنۍ کې د پوستکي روغ ساتلو لپاره د ګیلسرین استعمال وکړئ

سرچینه: نن ټکی اسیا