ټولنیزي لیکنې

دا ځانګړنې خپلول درسره هیلو ته په رسیدو کې مرسته کوي

ژباړه: سلګۍ احساس

یو لیکوال په نړۍ کې هیلو ته د رسیدو لاملونه راپيژني، څو په خپل ژوند کې ډیرو بریاوو ته پرې ورسیږئ.
دا لیکوال ښاغلی برایان تریسي دي، د هغه لارښوونې د بریالیتوب لپاره په ځان عملي او اغیزې یې په خپل کار او ژوند کې ووینئ.

برایان تریسي د نړۍ یو له مشهورو او پوهو لیکوالانو او مشوره ورکوونکو څخه دی چې ډیرو هیوادونو ته یې سفرونه کړي، په بیلابیلو مختلفو موضوعاتو لکه؛ شخصي پرمختګ، مشرۍ، په کاري برخه کې د ښه مدیریت او هیلو ته د رسیدو په اړه یې ویناوې او سیمینارونه وړاندې کړي.

تریسي د بریالیتوب هغه لاملونه پيژندلي چې له تاسې سره هم په فردي او هم په کاري برخه کې مرسته کولای شي څو پرمختګ وکړئ.

که له دې لاملونه څخه یوه برخه او یا هم ټول عملي کړئ ښایي ښه لاره موټاکلې وي او ژر خپلو هیلو ته ورسیږئ.

دا لاملونه دلته دي:

۱: زده کړو ته پاملرنه
څيړنې ښیي په لوړه درجه هغه کسان چې حقونه یې نه خوړل کیږي، باتعلیمه دي او یا هم زده کړه او تجربه لري.
یو هوښیار او باتعلیمه کس له وړاندې ځان ته د کاري زمینې برابرولو، تګلارې او بدلونونو په اړه معلومات لري.
په هر حال؛ زده کړه هغه لاره ده چې په ژوند کې باید ورته ډيره پاملرنه وشي.

۲: د وړتیا ترلاسه کول
د بریالیتوب له لاملونه څخه یو هم د وړتیا ترلاسه کول دي، هرڅومره چې زیاته وړتیا ولرئ، په خپل مسلک کې د پرمختګ ډیرې زمینې درته برابریدلی شي.
تاسې کولای شئ د لوستلو او ډیر کار په بدل کې خپله وړتیا او پوهه زیاته کړئ.

۳: د اړیکو پراخو
د اړیکو پراختیا دیره اړینه ده. دغه کار ډير وخت او هڅو ته اړتیا لري، او تاسې باید د تل لپاره د خپلو اړیکو د پراخوالي په موخه هڅه وکړئ، په هغه مهال به تاسې له ډيرو خلکو سره اشنایي ولرئ او هغه هر یو به د وړتیا پرمهال ستاسې په پرمختګ کې په کار راشي.

۴: مالداره کیدل
د پيسومدیریت کول ډيره اړینه ده. که په کافي اندازه پيسې ولرئ کولای شئ هغه زمینې چې تاته مخته راځي ترې ګټه واخلې. د مثال په ډول که له خپلې دندې سره علاقه نه لرې او پيسو ته اړتیا لرې په اسانۍ نشې کولی خپله ځای بدل کړې او که امکانات په لاس ولرئ کولای شئ هروخت هر رنګه عمل وکړئ.

۵: ښه کاري عادتونه لرل
دغه عادت په کاري برخه کې د انسان د لومړنیو فعالیتونو څخه دی چې پرمختګ ته لار هواروي.
ددې عادت درلودل تاسې ته زمینه برابروي څو په لږ وخت کې په خپل کار کې ډیر پرمختګ وکړئ او ډیرې لاسته راوړنې ولرئ.
د کارونو منظمول او څيرنه مو د پرمختګ او بریالیتوب لامل ګرځي.

۶: مثبت فکرلرل
تاسې دا توان لرئ څو په هرحال او هرچیرې چې تاسې په کې یاست مثبت فکر ولرئ. کوښښ وکړئ په هرحال کې د یوې موضوع مثبت اړخ وګورئ او مخته لاړ شئ.
مثبت لیدلوری په شخصي ژوند اوپه کاري ژوند کې ګټور دی.

۷: مناسبه ظاهري بڼه لرل
د بریالیو کسانو په څیر جامه واغوندئ. دا یو حقیقت دی چې د انسانانو ظاهري بڼه د انسانانو پر ژوند اغیز لري او ډير کله پر ظاهري بڼه قضاوت کیږي.
یو له مهمو لارو چې، غواړئ ځان نورو ته مثبت ثابت کړئ له خپله ځانه دمثبت انځور خپرول دي.
په هرحال دا په دې ارزي چې باید لږ وخت د خپل ظاهر د ښایسته کولو لپاره هم وکاروئ.

۸: د نوښت زیاتول
نوښت په ژوند کې د پرمختګ ژوند یو له مهمو لاملونو څخه دی.
دا هغه لاره ده چې، تاسې کولای شئ له دې لارې په کم وخت کې ډیر پرمختګ وکړئ او ژر خپلې موخې ترلاسه کړئ.

۹: د یوه ښه شخصیت ځانګړنې لرل
هغه قدر او احترام چې د باور پر اساس رامنځته شوی وي ستاسې په ژوند او کاري برخه کې ترټولو با ارزښته ستنه ده.
ریښتینولي او د شخصي کړو وړو ساتنه د دې لامل کیږي چې د پرمختګ ډیرې زمینې درته برابرې شي.
کله چې نور خلک تا د ریښتیني او صادق انسان په حیث وپيژني په تاسې به باور وکړي او تاسې به هم په ریښتیني ډول ومني.

سرچینه: یاران

%d bloggers like this: