لوبې

پاکستان دوهمې ټېسټ لوبې کې هم سخته ماتې وخوړه

نن د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه هم د سویلي افریقا په ستره بریا پای ته ورسېده. پاکستان دغې لوبې کې په نهو وېکېټو ستره ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د سویلي افریقا لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

پاکستان خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې کمزورې توپ وهنه وکړه او ۵۱٫۱ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې سرفراز او شان مسود ښه ځلېدو په مرسته ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره سرفراز احمد په ۸۱ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۵۶ او شان مسود په ۷۱ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

سویلي افریقا لپاره اولېويير ۴، سټېن ۳، ربادا ۲ او فېلېنډر یوه وېکېټه واخیسته.

سویلي افریقا خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې د پیاوړې توپ وهنې پایله کې په ۱۲۴٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۳۱ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره ډوپلېسېس په ۲۲۶ توپونو د دیارلسو څلوریزو په مرسته ۱۰۳، مرکرم په ۹۶ توپونو د څوارلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۸، باوما په ۱۶۲ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۷۵ او ډیکاک په ۷۸ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۵۹ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

پاکستان لپاره محمد عامر او شهنشاه افریدي څلور څلور او محمد عباس او شان مسود یوه یوه وېکېټه واخیسته.

پاکستان خپل دوهم وار توپ وهنې کې یو ځل بیا کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۷۰٫۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۴ منډې جوړې کړې او سویلي افریقا ته يي د ۴۱ منډو هدف وټاکه.

پاکستان لپاره دوهم وار توپ وهنې کې اسد شفیق په ۱۱۸ توپونو د دولسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۸، بابر اعظم په ۸۷ توپونو د پنځلسو څلوریزو په مرسته ۷۲ او شان مسود په ۱۱۰ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۶۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سویلي افریقا لپاره دوهم وار توپ اچونې کې سټېن او ربادا څلور څلور او الېوییر او فېلنډر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سویلي افریقا خپل دوهم وار توپ وهنه د ۴۱ منډو اسانه هدف په تعقیب پیل کړه او ۹٫۵ اورونو کې يي یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره يي دغه لوبه وگټله او پاکستان ته يي د نهو وېکېټو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: