خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د روغتیا نړیوال سازمان رئیس سره په کتنه کې په هېواد کې د پولیو پر لمنځه وړلو ټینګار وکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د روغتیا نړیوال سازمان رئیس ډاکټر تدروس ادهانوم سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

جمهوررئیس غني د روغتیا نړیوال سازمان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د دې سازمان د دوامدارې همکارۍ قدرداني وکړه او وې ویل، په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې ښه ظرفیتونه رامنځته شوي چې په هیواد کې د روغتیایي سکتور د راتلونکي لپاره هیله بښونکي دي.

د هېواد جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، زموږ لپاره په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغي تر ټولو مهمه مسئله ده. جمهوررئیس وویل، سره له دې چې نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د پولیو د لمنځه وړلو لپاره زیاتې منابع مصرف کړي، خو لا هم افغان ماشومان له دې رنځه کړېږي او په دې برخه کې د لازیاتو هڅو اړتیا ده.

دغه راز جمهوررئیس د مور او ماشوم د روغتیا او نورو برخو کې د روغتیا نړیوال سازمان له رئیس څخه د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس په افغانستان کې د پولیو د لمنځه وړلو په موخه د هڅو د زیاتوالي ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، د روغتیا نړیوال سازمان به د روغتیا په برخه کې د افغانستان لومړیتوبونو ته په پام خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: