نظر او تحلیل

ایا د قطر په غونډه کې به دولتي پلاوي ته د ګډون چانس ورکړل شي؟!

د طالبانو د مشرتابه دفتر رئیس امیر خان متقي او خلیلزاد

نن ټکی اسیا سرلیکنه

د رسنیو د وروستیو رپوټونو له مخې په پام کې ده چې د طالبانو او امریکايي استازیو د مذاکراتي بهیر څلورمه ناسته د قطر هیواد په پلازمینې دوحه کې تر سره شي.
که څه هم چې تر دې وړاندې داسې مطبوعاتي شائعې وې چې دا غونډه به د سعودي عربستان په جده ښارکې تر سره کیږي او د همدې شائعو پر اساس دولتي پلاوي جدې ته د سولې په خبرو کې د مشارکت د تضمین په صورت کې د سفر کولو په لټه کې و.

د جدې په ځای په قطر کې د مذاکرتې غونډې تر سره کیدل تر ډیره پوري په مذاکراتې بهیر کې د طالبانو د موثریت او حاکمیت ښکارندويي کوي.

ځکه په جده کې تر متوقعې غونډې وړاندې د سعودي چارواکو او ښاغلي غني ترمنځ داسې تلیفوني تماسونه نیول شوي وو چې له مخې یې نوموړي ته په مذاکراتي خبرو کې د دولتي پلاوي د ګډون اطمنان ورکړل شوی و.

په ورته شکل په ابوظبۍ کې د غوندې تر انعقاد وړاندې داسې ګونګسې وي چې یاده غونډه به په اسلام آباد کې تر سره کیږي ، تر دې چې په دې اړه شخصا د پاکستان لومړی وزیرعمران خان خپله رسنیو ته څرګندونې کړې وې.

خو د دې برعکس هماغه وخت هم ولیدل شول چې غونډه د اسلام آباد په ځای د متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې تر سره او د امریکايي استازي زلمي خليلزاد له ټولو هڅو سره سره طالبانو په یاده ناسته کې د حکومتي پلاوي ګډون ونه مانه .

له دې څخه څرګندیږي چې طالبان په مذاکراتي پروسه کې هم موثریت لري او هم د غونډو د جوړیدو د ځای په تعین کې اساسي صلاحیت.

اوس به ولیدل شي چې داځل دولتي پلاوي ته چې تل په خپل مالکیت سره د سولې د خبرو د ترسره كيىو دعوه کوي د قطر په غونډه کې د مشارکت چانس په لاس ورشي ؟

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ایا د قطر په غونډه کې به دولتي پلاوي ته د ګډون چانس ورکړل شي؟!

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: