نظر او تحلیل

د سولې خبرې بېرته سم مسیر ته ور ګرځي؟

د سولې خبرې بېرته سم مسیر ته ور ګرځي؟

 په سعودي کې د سولې په تړاو د کېدونکې غونډې له ځنډ یا لغوه کېدو وروسته، اوس طالب چارواکي وايي چې له امریکا سره به مخامخ خبرو ته دوام ورکړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو امکان نشته، خو له امریکا سره یې د خبرو یو نوی پړاو پیلېدونکی دی. هغه زیاته کړې چې د دغو خبرو وخت او ځای معلوم نه دی.

په سعودي کې د سولې د غونډې برخلیک معلوم نه دی، ځینې سرچینې وايي چې غونډه لغوه شوې، خو ځینې بیا وايي چې ځنډېدلې ده او هغه وخت به وشي چې طالبان له حکومت سره مخامخ خبرې ومني. د سعودي عربستان غونډه ځکه وځنډېدله او یا لغوه شوه چې له طالبانو غوښتل شوي وو، څو له افغان حکومت سره خبرې وکړي، خو طالبانو پر خپل پخواني دریځ ټینګار کاوه.

په سعودي کې کېدونکې غونډه او د غونډې ډول داسې و چې د افغان سولې لپاره هلې ځلې یې له نوو خنډونو سره مخ کولې. په دې غونډه کې تر ټولو لویه ستونزه دا وه چې طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کولې. کله چې د افغان سولې په تړاو بحث کېږي او هلته د سعودي، اماراتي او امریکايي چارواکو ترڅنګ، د ای اېس ای رییس او یا د پاکستان بل چارواکی ناست وي، خو د افغان دولت استازی نه وي، دا نو بیا په هېڅ ډول د افغانستان په ګټه نه ده. د دې غونډې بله لویه ستونزه دا وه چې د جګړې د لورو (طالب، حکومت، پاکستان او امریکا)  ترڅنګ پکې اماراتو او سعودي ګډون کاوه، خو د سیمې نور هېوادونه چې تر دوی ډېر په افغانستان کې ښکېل دي، نه وو. ایران، روسیه، چین او هند د سیمې هغه هېوادونه دي چې باید د سیمه ییز حل برخه وي، ځکه چې د دوی ډېری په یو ډول د جګړې برخه دي.

اوس طالبان له امریکا سره د مخامخ خبرو د دوام خبرې کوي. دا تر څو اړخیزې غونډې چې په جده کې وشوه  او تر هغې غونډې چې د افغان دولت له ګډون پرته په سعودي کې کېدله، د سولې په برخه کې ښه ګام دی. که څه هم په خبرو کې د افغان حکومت د نه ګډون ستونزه پر ځای ده، خو دا چې له دې غونډې د پاکستان استازی او یا هم د سعودي او اماراتو استازي و ایستل شول، دا ښه پرمختګ دی او په دې ډول د سولې خبرې بېرته تر یوه بریده اصلي مسیر ته ور ګرځي. که په غونډه کې د نورو هېوادونو استازي ور ګډېږي، بیا پکار ده چې د یوه لوري او یوه بلاک هېوادونه نه وي، بلکې د سیمې ټول هېوادونه په ځانګړي ډول هغوی چې په افغانستان کې دخیل دي، باید په دغو غونډو کې ور ګډ شي، څو سیمه ییزه اجماع وي او دوی ټول په ګډه د سولې لپاره ګامونه واخلي. له دې پرته د افغان سولې په تړاو د داسې غونډو دوام چې افغان حکومت پکې نه وي، خو پاکستان پکې وي او یا هم سعودي او امارات  پکې وي، خو ایران، روسیه، هند او چین پکې نه وي، له سولې او ثبات سره مرسته نه شي کولی.

 

 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

%d bloggers like this: