روغتیا

د قبضیت ناروغۍ تداوي

ژباړه: مریم محمدي

د معلوماتو په اساس په نړۍ کې په هرو لسو کسانو کې څلور تنه په قبضیت اخته دی، خو ډاکټران وايي چې یاده ناروغۍ بیا د ژمي په موسم کې لا ډېریږي.

دا ناروغي له ځان سره نورې ناروغۍ هم راوړي او انسان هر وخت په مرضونو کې ګیر ساتي.

خو له قبضیته ځان خلاصول هم دومره ستونزمن نه ده، دا چې قبضیت د غلطو خوړو د استعمال له امله پیدا کېږي نو که په خپل ورځني خوراک دا خوړو ته ځای ورکړئ:

مڼه وخورئ
فایبر د کولمو په نرمولو او د فضله موادو په ایستلو کې مهم رول ادا کوي.
په یوه کوچني مڼه او په پوست کې یې ۳،۶ ګرامه فایبر شتون لري.
هغه کسان چې له قبضیته ځورېږئ نو هره ورځ یوې مڼې خوړل له تاسو سره له دې ستونزې په ځان خلاصولو کې مرسته کولای شي.

مالټه وخورئ
روغتیاپالان وايي چې له قبضیت نه د خلاصون لپاره مالټه هم یو له مهمو خوړلو څخه ده.
د دوی په وینا ځکه چې دا فایبر نه ډکه او د کم کالوریزو میوه ده، همدارنګه تروش خونده میوو کې یو رنګه ماده شتون لري چې د قبضیت نه خلاصون کې مرسته کوي.

بادام، چارمغر (جوز) پسته او ممپلې وخورئ
په خپل ورځني خوراک کې لږ څه بادام، چارمغر پسته او ممپلې استعمالول هم له دې ستونزې په خلاصېدو کې مرسته کولای شي. په دې وچو مېوو کې پروټین او هغه شیان چې د قبض په ختمولو کې مرسته کوي، زیات موجود وي.

اوبه وڅښئ
د اوبو څښل هر وخت کې ګټه لري، خو ډاکتران وايي که غواړئ چې له قبصیته خلاص شئ نو سهار په نهار یو ګلاس اوبه څښل مه هیروئ.
تاسو کولای شي هر سهار په نهاره ۲ تر ۳ ګیلاس اوبه وڅښی خو په یاد ولرئ چې په ساړه موسم کې ګرمې او په ګرم کې یخې اوبه وڅښئ.

له پالکو ګټه واخلئ
د پالکو په خوړلو په اسانۍ سره ځان د قبض له ناروغۍ ژغورلی شو. په پالکو کې فایبر په زیاته اندازه موجود دي، همداراز میگنیشیم او معدنیات هم پکې شته چې دا ټول د فضلې په ایستلو کې مرسته کوي.

ګلپي مه هیروئ
څېړنو ښودلې، دا چې ګلپي په زیاته اندازه اوبه او فیبر لري، نو د قبضیت د له منځه وړو لپاره ګټوره تمامېږي.
ګلپي په خپل ترکیب کې انتي اکسیدان هم لري، نو د سرطان پر وړاندې د بدن تر ټولو ښه ساتونکی دی. په ګلپي کې شته فیبر د ژر وږي کېدو مخه نیسي او د هاضمې سيستم هر ډول ستونزې له منځه وړي او ساتنه یې کوي. کولین چې د قوي حافظې او ژر زده کړې لپاره ضروري مواد بلل کېږي په ګلپي کې په زیاته اندازه پیدا کېږي.

یادونه: د غوایي غوښه، وریجې، مکروني، هګۍ، او تریخ چای خوړل مو قبضیت ډیرولای شي.

%d bloggers like this: