لوبې

کریک انفو، راشد خان د نړۍ تکړه لوبغاړو په ډله کې راوستی

د کرېک انفو وېب پاڼې د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره نوملړونه جوړ کړي، چې پکې د مختلفو لوبغاړو انځورونه او د کرکټ کارکرده ګۍ لیکل شوي دي. په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې د راشدخان نوم هم لیکل شوی دی.

دې وېب پاڼې ویلي، چې زمونږ د ادارې د رهبرۍ غړو په ۲۰۱۸ م کال کې د لوبغاړو لوبو ته په کتو دا لوبډلې د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره جوړې کړي دي، بیا یې ویلي؛ تاسو کومې لوبډلې ته رایه ورکوئ؟

په ټېسټ لوبغاړو کې د راشدخان نوم نه دی راغلی او ځکه نه دی راغلی چې راشدخان په ۲۰۱۸ م کال کې یواځې یوه نړیواله ټېسټ لوبه کړې، چې هغه لوبه یې د جون په ۱۴ مه نېټه له هندۍ لوبډلې سره وکړه، دې لوبې ته د هِسټورېک یا تاریخي ټېسټ لوبې نوم ورکړل شوی دی او دا ځکه چې افغان لوبډلې په لومړي ځل د هندوستان په څېر د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې سره لوبه وکړه.

د راشدخان انځور په شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبغاړو کې په داسې انداز شامل شوی، چې د هغه د توپ اچونې ثمره پکې تشریح شوې، د نوموړي وېکټې او اوسط یې واضح شوی دی.

د کرېک انفو وېب پاڼې د شل اوریزو لوبو لپاره نوملړ یا سکواډ داسې ترتیب کړی:


اېرون فېنچ لوبډلمشر، جاس بټلر وېکټ ساتونکی، کولېن منرو، بابراعظم، ای بي ډیویلیرس، جو ډینلي، انډري رسل، کولډيپ یداف، انډریو ټای، جوفرا ارچر او راشدخان ارمان.

اېرون فېنچ په ۲۰۱۸ کال کې په لیګونو او نورو شل اوریزو لوبو کې ۱۳۵۰ منډې کړي دي او په ۱۷۱ اعشاریه ۵۳ سټرایک رېټ باندې لوبېدلی دی.

جاس بټلر ۱۱۱۹ منډې کړي دي، چې ۱۴۹ اعشاریه ۷۹ سټرایک سره لوبېدلی دی، نوموړي د وېکټ ساتنې پرمهال ۱۸ کېچونه او ۴ سټمپ اوټونه کړي دي.

کولېن منرو ۱۵۳۰ منډې کړي، چې ۱۵۱ اعشاریه ۱۸ یې سټرایک رېټ دی.

بابراعظم ۹۶۵ منډې کړي، چې ۱۲۴ اعشاریه ۶۷ یې سټرایک رېټ دی.

ای بي ډیویلیئرس ۷۶۲ منډې جوړې کړي او ۱۶۹ اعشاریه ۷۱ یې سټرایک رېټ دی.

جو ډینلي ۹۳۸ منډې کړي او ۱۳۱ اعشاریه ۹۸ یې سټرایک رېټ دی.

انډري رسل چې الراونډر دی ۶۲۵ منډې یې کړي، ۱۸۳ اعشاریه ۸۲ یې سټرایک رېټ دی، بالېنګ برخه کې یې بیا ۳۵ وېکټې اخېستي، چې اوسط یې ۲۴ اعشاریه ۱۴ دی او ایکانومي یې بیا ۹ ده.

کولډیپ یداف ۴۵ وېکټې اخېستي، ۱۸ یې اوسط دی او په ۷ اعشاریه ۱۱ ایکانومي یې توپ اچونه کړې ده.

انډریو ټای ۷۵ وېکټې یې اخېستي، ۲۰ اعشاریه ۵۲ یې اوسط دی او ۸ اعشاریه یې ۲۲ یې ایکانومي ده.

جوفرا ارچر ۶۱ وېکټې تر لاسه کړي، ۲۰ اعشاریه ۷۷ یې اوسط دی او ایکانومي یې ۷ اعشاریه ۳۱ ده.

او راشدخان بیا ۹۶ وېکټې اخېستي، ۱۵ اعشاریه ۴۶ یې اوسط دی او ۶ اعشاریه ۳۵ یې ایکانومي ده، چې تر ټولو توپ اچوونکو یې ښه توپ اچونه کړې ده.

د یو ورځنیو لوبو نوملړ او پکې د راشدخان شتون
په دې لوبډله کې کرېک انفو وېب پاڼې ویرات کولي لوبډلمشر اعلان کړی، چې هغه په ۱۲۰۲ منډې کړي دي او ۱۳۳ اعشاریه ۵۵ یې سټرایک رېټ دی.

روهېت شرما ۱۰۳۰ منډې یې کړي او سټرایک رېټ یې ۷۳ اعشاریه ۵۷ دی.

جاني بېئرسټو ۱۰۲۵ منډې کړي او سترایک رېټ یې ۴۵ اعشاریه ۶۹ دی.

راس ټایلر ۶۳۹ منډې کړي او سټرایک رېټ یې ۹۱ اعشاریه ۲۸ دی.

شی هوپ ۸۷۵ منډې یې جوړې کړي او سټرایک رېټ یې ۶۷ اعشاریه ۳۰ دی.

جاس بټلر وېکټ ساتونکی ۶۷۱ منډې یې کړي او سټرایک رېټ یې ۵۱ اعشاریه ۶۱ دی، ۲۶ یې کېچونه نیولي او ۹ یې سټمپ اوټونه کړي دي.

کرېس ووکس چې انګلستانی الروانډر دی، ۲۰۵ منډې یې کړي، سټرایک رېټ یې ۴۱ دی او ۱۹ یې وېکټې اخېستې، چې اوسط یې ۲۶ اعشاریه ۶۳ دی.

راشدخان ۴۸ وېکټې اخېستي او ۱۴ اعشاریه ۴۵ دی.

کولډیپ یداف ۴۵ وېکټې اخېستي او اوسط یې ۱۷ اعشاریه ۷۷ دی.

مستفض الرحمن ۲۹ وېکټې ترلاسه کړي او ۲۱ اعشاریه ۷۲ یې اوسط دی.

او جسپرېت بومرا ۲۲ وېکټې اخېستي او ۱۶ اعشاریه ۶۳ یې اورېج یا اوسط دی.

دا هغه دوه لوبډلې وې، چې کرېک انفو وېب پاڼې د نړۍ د ۱۱ غوره لوبغاړو څخه د مشاهدې څخه وروسته جوړې کړي دي، چې پکې د راشد خان نوم ذکر شوی دی.

په دې وروستیو کې ځېنې ځوان لوبغاړو د افغان لوبډلې په بریالیتوب کې خورا مهم رول لوبولی دی، چې یو پکې راشد خان ارمان دی.

سرچینه: یاران