روغتیا روغه سټه

هغه کسان چې ژاړي پياوړي دي؛ دلایل یې دا دي:

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که څه هم ژړا یو طبیعي امر دی، خو ډېری کسان هڅه کوي، چې پټ یې وساتي، هماغه ډول، چې ډېری کسان په چټکه توګه خپلې اوښکې پاکوي، کله چې څوک ترې پوښتنه وکړي، نو په دروغو ورته ووایي، چې ښه یم، خو ژړا د کمزورتیا نښه نه، بلکې د پیاوړتیا نښه ده، یا غوره ده، ووایو، چې د پیاوړي اوسېدلو لپاره یو دلیل دی. د دې برخې په دوام، د هغو کسانو د پیاوړي اوسېدلو په دلیلونو باندې رڼا اچوو، کوم چې ژاړي.

ژړا د روغتیا او سلامتیا لپاره ګټوره ده
ژړا له بدن څخه د زهرونو د دفع کولو په چاره کې مرسته کوي او د دفاعي میکانیزم په توګه د میکروبونو په وړاندې عمل کوي. په یاد ولرئ، کله چې بل ځل ژاړئ، نو له بدن څخه مو زهرونه دفع کېږي.

ژړا له پرمختګ سره مرسته کوي
د دردونکو موقعیتونو رد ول او له پامه غورځول او داسې کړنې ترسره کول، چې ګویا هېڅ پېښه نه ده شوې، ستاسو له پرمختګ سره هېڅ مرسته نه کوي، خو ژړا د احساساتو د څرګندولو لپاره، یوه ښه او سالمه لاره ده.

ژړا د اروایي فشار ( سټرس ) له درملنې سره مرسته کوي
کله چې ژاړئ، نو بدن مو آرامه کېدل پیلوي، په حقیقت کې د احساساتو دا څرګندونه، ستاسو د آرامتیا سبب ګرځي، په همدې دلیل د ښه والي احساس کوئ.

ژړا غم او خپګان تسکینوي
د هغه چا له لاسه ورکول، چې تاسو ته نږدې دی، کومه ساده پېښه نه ده، خو په غم او خپګان کې ډوبېدل، له تاسو سره مرسته نه کوي، هڅه وکړئ، چې له خپلې کړۍ څخه را بهر شئ او د دې غم د تسکین لپاره وژاړئ.

ژړا مو له احساس سره مرسته کوي
آیا تر اوسه هم په اندېښنې او خپګان کې ډوب یاست او نه پوهېږئ، چې څه احساس لرئ. ښه ژړل، د دې سبب ګرځي، چې خپل منفي احساسات لرې کړئ او آرامتیا ته ورسېږئ، ترڅو وکولای شئ، په غوره توګه تصمیم ونیسئ.

ژړا د زیان رسېدنې ښکارندویي کوي
زیان رسېدنه کوم بد څیز نه دی، په دې سره انسان پخېږي او تجربه تر لاسه کوي. ژړا د دې ښکارندویي کوي، چې نه یوازې د احساساتو له ښکاره کولو څخه نه وېرېږئ، بلکې دې ته هم زیات پام نه کوئ، چې ټولنه څه فکر کوي. ژړا د پیاوړتیا ښکارندویي کوي، نه د کمزورتیا.

سرچینه: یاران ټکی کام

Tags