ټولنیزي لیکنې

ښځو ته باید د تعلیم حق ورکړل شي

د اسلام مبارک دین نارینه وو او ښځو ته پر مساوي حقوقو ټینګار کړی. د افغانستان په ډېرو سیمو کې ښځې له خپلو حقوقو  بې برخې دي او حتی په لوی لاس هڅه کېږي چې ښځې خپلو حقوقو ته لاسرسی ونه مومي.

همدا ښځې دي چې په یو لاس زانګو زنګوي او په بل لاس جهان؛ له دې خبرې مطلب دادی چې ښځې دي چې د نړۍ پوهان، فیلسوفان، واکمنان، نابغه ګان او لوی لوی عالمان یې په خپله غېږ کې روزلي. همدا ښځې دي چې کورنۍ، ټولنه او بالاخره یو هېواد پرې اباد دی. نو په یوه ټولنه کې باید د ښځې مقام په اصلي مانا درک کړای شي.

نو ښځو ته باید د زده کړې حق ورکړل شي او پرېښودل شي چې خپلې زده کړې او علم د ټولنې د پرمختګ په لار کې په عمل کې وکاروي. لکه څنګه چې حدیث مبارک دی چې د علم زده کړه پر هر مسلمان نارینه او مسلمانې ښځې فرض ده.

په افغانستان کې ښځو ته تر ډېره یوازې او یوازې د خدمتګارې په سترګه کتل کیږي او ګټه ترې اخیستل شوې. زیاتره والدین نه غواړي چې پر لوڼو زده کړې وکړي، که پلار وغواړي بیا ځینې ورونه نه غواړي چې پر خویندو زده کړې وکړي او که پلار او ورونه هم وغواړي ځينې ماما ګان او کاکا ګان بیا نه غواړي چې خورزه او ورېره یې ښوونځي ته لاړه شي او یا هم له ښوونځي تر فراغت وروسته لوړې زده کړې وکړي.

 دا کړنه زموږ ټولنه د بدبختۍ لور ته بیايي او هغه مور، خور او لور چې یوې ښځينه ډاکترې، ښځینه معلمې او ښځینه کارمندې ته اړتیا لري له هغوی سره هم جفاء وشوه.

 بله خبره دا ده چې که چېرته کومه لوسته مېرمنه خدای نه خواسته کونډه شي، نو د خپلو زده کړو پر مټ کولی شي، خپلو اولادونو ته نفقه برابره کړي، او خیرات ټولولو او سوال ته به نه محتاجه کیږي.

همدا پلار، ورور، کا کا او ماما دې له ځان سره دا فکر وکړي چې که زه خپله لور، خور، خورزه او ورېره له زده کړو منع کړم، په راتلونکي کې یې د مشکلاتو او کړاوونو لامل څوک شو. ښکاره خبره ده چې همدوی دي.

پرېږدۍ چې ښځه د ښځینه وو د تداوۍ لپاره ډاکتره شي، پرېږدۍ چې ښځه د نجونو ښوونکې شي او پرېږدۍ چې ښځه هم ددې هېواد د ابادۍ او پرمختګ په پروسه کې ونډه واخلي او بالاخره هېواد مو له نړۍ سره سیال شي.

اوس مهال د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې ښځو ته د زده کړو ښې زمینې برابرې شوي، په کار ده چې ښځو ته له دغه طلايي فرصته د ګټې اخیستو چانس ورکړل شي.

دولت ته هم په کار دي چې ښځو ته د زده کړو او پرمختګ لا ښې زمینې برابرې کړي. ښځې هم باید د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره لاسونه سره ورکړي او د راتلونکي نسل لپاره د قوي مبارزینو نوم خپل کړي.

سرچینه: پښتو بهیر