کلتور او ادب

سپیڅلې او رښتینې مینه «تازه له چاپه راوتلی کتاب»

الیاس فاتح

مينه د ښکلاوو په پرده کې

قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «الْمَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ» [ البخاري]

مينه دانسان دزړه پردښته دداسې ګلورينو هيلو کر دی، چې ترکومه د اوښکو او وينو پر اوبو خړوبېږي؛ دنفرت په وچکاليو او خزانونو کې نه مړاوېږي، بلکې ورځ تربلې غوړېږي او بلبلکې اروا ته دخوښيو زړه راښکونکې وږمې وربښي.

د مينې له تعريفونو يو هم : « دښکلا خواته ميلان » دی . او ښکلا هم دغه ده چې دانسان سترګې او زړه ځان ته رامات او هڅوي. نو له همدې کبله که له يوې زاويې ورته وکتل شي : مينه دښکلا زېږانده او که له بله پلوه ورارزول شي نو ښکلا دمينې زېږانده برېښي. که مونږ مينه په دوو ډولونو( رېښتونې او دروغجنې) سره بېلوو، بې ځايه به نه وي که ښکلا پر دوه اقسامو ( باطني او ظاهري ) ووېشو: باطني ښکلا په ډېره اسانه په لنډو ټکو کې تعبيرولی شو چې: په شرعي رنګونو( صداقت،صبر،همدردي…) ځان سينګارول، باطني ښکلا ده. البته دظاهري ښکلا پېژندل ښايي دمختلفو اړتياوو او شوقونو له مخې مختلفې سترګې او مختلف تعریفونه ولري؛ په دې معنا چې: يو ځوان او يا يوه پېغله داړتيا او يا دشوق له مخې واده کوي، له دې کبله ښايي دوی ته دښکلا معنا يوازې ښايسته جينۍ او يا ښايسته ځوان وي.او ډېر ځل داسې وشي چې یوه جینۍ او ځوان ښکلي نه وي بلکې ذهن يې ورته بڼې ښکلې انځوروي،او له يو بل سره خوښه او مینه لري .

له مجنون يې وپوښتل چې لیلی خو ښکلې نه ده، تکه توره ده نو ته ېې ولې دومره په مینه کې لېونی ېې؟ مجنون ورته وويل: تاسې زما په سترګو لیلی ته وګورئ؛ بیا ووایئ چې هغه ښکلې ده که بدرنګه؟

زمونږ ټولنه کومې مينې ته اړتيا لري؟ په اصل کې زمونږ ټولنه چې اسلامي او انساني بريدونه لري؛ ښکلا يې زياته پر معنويت ولاړه ده ، اسلاميت او انسانیت باطني ښکلا ته لومړيتوب ورکوي، باطني ښکلا چې له شرعي او قراني ښکلا سرچينه اخلي طبعي ده چې مينه ورسره خپله سپېڅلې کېږي. او ټولنه چې پر سپيڅلتيا ښکلې شي نو دشهوانيت ، غرضيت او نفرت بدرنګې په خپله له منځه ځي.

دبېلګې په ډول: هرچاته خپل ځان ښکلی ښکاري له دې کبله د خپل ځان په څېر وګړی هم ورته ښکلی وی او مینه ورسره لري، نيک سړي ته نيک سړی ښه ښکاري خو ددې پرخلاف بدعمله سړي ته دځان په څېر بدعمله وګړی ښکلی وي . همدا رنګ هغه څوک چې الله تعالی او دهغه سپيڅلی دين او په دې لار کې سرښندنه ورته ښکلي ښکاري نو هغه ته دخدايي دين لارويان ، عالمان او دازادۍ دلارۍ مجاهدين ښکلي ښکاري او زړه ورپورې تړي.

په دې بنسټ داسلام دعوتګران تل په دې هڅه کې وي چې د اسلامي او انساني ټولنې هر وګړي وجود په باطني ښکلا ښکلی او زړه يې پر سپېڅلې مينې روښان کړي.
که خپلې افغانۍ ټولنې ته راشو؛ دلته هم ډېر ليکوالان دي او ډېر پکې دهېواد په کچه دشهرت لوړ پوړ ته هم رسيدلي،البته يوازې هغه يې دهېواد والو په زړونو کې ځان زرغونوي، چې داسلاميت او افغانيت ،دمينې او عاطفې له مخې د هغوی سره ديرغليزو جګړو شيندلي دردونه،کړاوونه او ويرونه دقلم په څوکه ورسره وژاړي او انځور يې کړي.

هوډمن او تکړه ليکوال مولوي صفی الله رايدصاحب هم دهغوی له ډلې څخه دی، دټولنې معنوي اړخونو اصلاح او ساتنې په موخه د خپلو تنکي او ځوان قشر دذهن تنويرولو ترڅنګ دقلم په توره د بې دينه مفکوروي، کلتوري يرغل پر وړاندې دټولنې دباطني ښکلاوو بريدونه ساتي. او دخپل ځوريدلي ولس د زخم زخم ، درد درد احساس يې دبدن په رګ رګ کې د وينې په څېر محلول شوی دی، همدغه وجه ده چې د رايد صاحب زياتې ليکنې چې دبدرنګ اشغال پر ضد او دازادۍ دښکلاوو او د وطن اصلي بچيانو ؛ طالبانو … په مينه کې کښلي دي او که دسترګو په ديد وکتل شي نو په زياتو ليکنو کې يې دلوغړن زړه دوینو رنګ او دموښلو سترګو د اوښکو انځورنې ښکاري.

دليکوال او شاعر زړه دهغه ګډ (پسه) په څېر دی چې څرمن ورڅخه ويستل شوي وي، کله چې دحالاتو اغزي پرې ولګېږي، نو د دردونو څړيکې يې په زړه کې خورې ورې شي. ليکوال او شاعر دخپلې خاورې د هر اصلي بچي سره مينه لري، د هر يو په زخم دزړه وينې کموي او دهريو د مرګ په اورېدو سره داوښکو صدقې وباسي.

زه له هرچا څخه دا هيله کوم چې دخپلې ټولنې له هر وګړي سره دې داسې سپېڅلې مينه وکړي، لکه د يو شاعر او ليکوال.په پای کې رايدصيب ته د(سپېڅلې او رښتينې مينه)دچاپ مبارکي او لازيات برياليتوب غواړم. تر دې ډېر دستاسې او د رائد صيب ترمنځ نه خنډکېږم خپلې ماتې ګوډې کرښې دکاروان صيب په دې بيت رانغاړم.

مينه دخدای مينه بېلې بېلې جامې واغوندې
چاته معشوقه شي، چاته مور چاته د پلار غوندې

په غونډه اسلامي مينه

فاتح

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: سپیڅلې او رښتینې مینه «تازه له چاپه راوتلی کتاب»

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: