روغتیا

زیات خوب کونکي زر مري

یو شمیر خلک له اتو (۸) ساعتو څخه زیات خوب کوي، ځکه هغوي فکر کوي چې زیات خوب د روغتیا لپاره ګټور دی. خو د یوې څیړنې په وینا زیات خوب د روغتیا لپاره تاوان لري.

یوه طبي څېړنه ښایي، څوک چې له شپږ ساعتو کم او یا له اته ساعتو زیات خوب کوي هغه د نورو کسانو په نسبت زر مري. د څیړونکو په وینا، د زیات خوب کوونکو د مرګ خطر د شراب څښونکو د مرګ له خطر سره مساوی دی.

د پروفیسر کیپوچیو په اند کوم خلک چې د اتو ساعتونو نه زیات خوب کوي په هغوي کې کومه ناروغي شتون لري چې تر اوسه یې تشخیص ندی شوی.

د نوموړي په وینا زیات خوب د انسان د مړینې سبب نه ګرځي، بلکې د انسان په بدن کې هغه ناروغي چې انسان ډېر خوب ته اړ کوي او تر اوسه بې تشخیصه پاتې ده د انسان د مړینې سبب ګرځي. مګر د کیپو چیو د دغه فکر سره ټول ډاکټران په یوه خوله ندي.

سرچینه: پښتو بهیر

Tags
%d bloggers like this: