لوبې

افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي دوهم خل نیمه سلیزه و وهله

افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي د بنګلدېش پرېمر لیګ لوبو کې د خپلې لوبډلې په ګټه نیمه سلیزه ووهله.

ځاځي په ۳۶توپونو د پنځه شپږیزو او درې څلوریزو په وهلو سره ۵۷ منډې ترسره کړې.

حضرت الله ځاځۍ چې د بنګلدیش بي پي ایل لیګ کې د ډاکه ډاینامیټس لخوا لوبیږي ننی لوبه یې د کولنا ټایټنس لوبډلې خلاف وه چې یو ځل بیا د لوبې غوره لوبغاړی شو.

هغه په تیره لومړی لوبه کې هم په ۴۱ توپونو ۷۶ منډې ترسره کړې وې چې د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی وو.

د ځاځي په ننی مخالفه لوبډله کې بل افغان لوبغاړی چې ورو یا سپین بال ترسره کوي ظاهر خان هم شامل وو خو د هغه د منډو مخه یو چا هم ډب نکړه.

د بنګلدیش په بي پي ایل لیګ کې د ظاهر خان او ځاځي سربیره پنځه نور افغان لوبغاړي ګلبدین نائب، قیس احمد، محمد شهزاد، نجیب ځدراڼ او وقار احمد هم لوبیږي.