لوبې

د انډین پرېمیر لیگ د پیلېدو نېټه اعلان شوه

نن د هندوستان سترې محکمې په نوې دهلي کې یوه کمېټه وټاکله او هغوی ته يي دنده وسپارله چې د انډین پرېمیر لیگ ۲۰۱۹ پړاو لپاره د لوبې نېټې او لوبغالي وټاکي.

دغې کمېټې له اړوندو ادارو او د ایالتونو له استازو سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته پرېکړه وکړه چې د انډین پرېمیر لیگ د دولسم پړاو ټولې لوبې به هندوستان کې دننه ترسره کېږي.

تر اوږدو مذاکراتو وروسته پرېکړه وشوه چې انډین پرېمیر لیگ ۲۰۱۹ به د مارچ په ۲۳مه پيل شي. تر دې دمه د سیالیو د دغې لړۍ د پایلوبې د نیټې اړوند پرېکړه نه ده شوې.

د انډین پرېمیر لیگ رسمي وېب پاڼې کې ویل شوي چې تر دې دمه د لوبو مهالوېش هم نه ده ټاکل شوې او د لوبو مهالوېش به ټولو پانگوالو سره تر ژور بحث وروسته وروستی شي.

د انډین پرېمیر لیگ پر وړاندې تر ټولو ستره ننگونه د هندوستان د ۲۰۱۹ ټاکنې دي چې اپرېل – مارچ کې به ترسره شي او په دې ډول د انډین پرېمیر لیگ د لوبو نېټه به د ټاکنې نېټې سره په ټکر کې واقع شي، خو د هندوستان کرېکټ بورډ ادارې ویلي چې د ټاکل شوې کمېټې پرېکړې سره سم دغه لوبې به د مارچ په ۲۳مه پیل شي.

کېدای شي د لوبو بشپړ مهالوېش د فبروي په لومړیو ورځو کې وروستی او اعلان شي.

د هندوستان کرېکټ بورډ د لوبډلو کورنیو لوبغالو سربېره شپږ اضافي لوبغالي هم په پام کې نیولي تر څو د اړتیا پر مهال دغو لوبغالو کې لوبه ترسره شي. د هندوستان کرېکټ بورډ وايي وروسته له هغه چې د هندوستان د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو وروستۍ نېټه او د رای اچونې مرکزونه اعلان کړل کېدای شي دوی اړ شي چې ځینې لوبغالي د ټاکنو کمېسیون ته وسپاري چې له همدې امله يي ځینې احتیاطي لوبغالي يي هم پام کې نیولي.

سرچینه: نړۍ نیوز