روغتیا

دغه خواړه مو د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي

لوبیا

کله چې د انسان دفاعي سيسټم قوي او پیاوړی وي، نو ناروغۍ پرې په اسانۍ سره غلبه نه شي کولی.

د دې لپاره چې د بدن دفاعي سیسټم مو پیاوړی شي، د ځینو خوراکونو رول هم په دې برخه کې خورا مهم دی.

له دې خوړو یو هم لوبیا ده.

لوبیا د روغ بدن لپاره اړين خواړه دي. لوبیا په زیاته اندازه پروټین، ویټامین بي، اوسپنه او پوتاشیم لري. دغه خواړه د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي. څېړنو ښودلې ده، هغوی چې تر نورو ډېره لوبیا خوري، د زړه پر ناروغیو د اخته کېدو احتمال یې هم کم وي. همدارنګه لوبیا د کنسر یا سرطان ناروغۍ خطر کموي. په ورته وخت کې لوبیا د وینې غوړ یا کلسترول کموي او د شکرې ناروغۍ په مخنیوي کې هم د پام وړ رول لوبوي. دغه راز لوبیا د وینې فشار زیاتوي او هغه څوک چې د وینې د فشار ناروغي لري، ښه دا ده چې په زیاته اندازه یې ونه خوري.

اوس چې د ژمي موسم دی، د دې لپاره چې له رېزش او زوکام مو هم ځان ژغورلی وي، په ورځني ډول باید په زیاته پیمانه ویټامین سي واخلئ. شنه مرچ، نارنج، لیمو او مالټې یې تر ټولو ښې سرچینې دي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه