لوبې

محمد صلاح پرلپسې دویم وار د افریقا غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د انګلستان کلب «لیورپول» لوبډلې غوره لوبغاړی محمد صلاح په افریقا کې د ۲۰۱۸م کال غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

دا دویم وار دی چې مصري لوبغاړي محمد صلاح په پرلپسې دویم وار د ۲۰۱۷م او ۲۰۱۸م کال غوره لوبغاړی وټاکل شو.

محمد صلاح د خپل «هم لوبډلي لیورپول» سینګالي لوبغاړي سعدیو مانی او د ارسنال لوبډلې لوبغاړي «پيیرې ایمریک اوبامیانګ» ته ماتې ورکړه او دغه مقام یې وګاټه، نوموړی د افریقا لومړی لوبغاړی شو چې په پرلپسې ډول د کال غوره لوبغاړي جایزې ګټي.

محمد صلاح په ۲۰۱۸م کال کې په غوره لوبه کولو سره خپله لوبډله د چمپینز لیګ پایلوبې ته ورسوله، خو بدبختانه نوموړی پایلوبه کې سخت ټپي شو چې لوبډلې یې وروسته په ۳-۱ ماتې وخوړه، دغه لوبه د ریال میدرید لوبډلې پر وړاندې ترسره شوې وه.

محمد صلاح په روان کال پریمیئر لیګ سیالیو کې تر دې مهاله ۱۳ ګولونه کړي او خپله لوبډله یې د جدول سر ته پورته کړې ده.

د روان کال نړیوالو فوټبال سیالیو کې محمد صلاح د مصر لوبډلې لپاره هم دوه ځله ګولونه ووهل او له ۱۹۹۰م راهیسې یې مصر لوبډله په لومړي وار نړیوال جام ته بریالۍ کړه.

۲۶ کلن محمد صلاح د لیورپول لوبډلې لپاره تر دې دمه په ټولو ۵۶ سیالیو کې ۴۵ ګولونه وهلې دي، نوموړي  په ۲۰۱۷-۱۸م کال کې د سرو زرو بوټ جایزه هم ترلاسه کړې وه.

د افریقا هېوادونو تېر جایزه ترلاسه کونکي لوبغاړي:

په ۲۰۱۷م کال کې د لیور پول مصری لوبغاړی محمد صلاح، په ۲۰۱۶م کې د لیسسټر سیټي الجزایري لوبغاړی «ریاض ماهریز»، په ۲۰۱۵م کې د مانچیسټر سیټي افریقايي لوبغاړی «یایا توري»، په ۲۰۱۴م کې د پورتو الجزایري لوبغاړی یاسین براهیمي»، په ۲۰۱۳م کې د مانچیسټر سیټي افریقايي لوبغاړی یایا توری»، په ۲۰۱۲م کې د هینان کانسټرکشن زمبیايي لوبغاړی «کریس کاتونګو»، په ۲۰۱۱م کې د مارسیلي لوبډلې ګانايي لوبغاړی «اندري ایوو» او په ۲۰۱۰م کال کې د سنډرلنډ لوبډلې ګانايي لوبغاړی «اساموه ګیان» دی.

د محمد صلاح له تېر کال ریکارډونه څخه یې:

محمد صلاح د اروپا اتلانو لیګ لومړی لوبغاړی شو چې په یاد لیګ کې تر ټولو زیات «۴۰» ګولونه وهلي وو.

همدا ډول نوموړی د تېر کال پریمیئر لیګ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شوی و چې د میاشتې غوره لوبغاړي جایزه یې درې ځل په یوه کال کې ترلاسه کړه.

د «مصر بادشاه» په خپل فوټبال تاریخ کې یو وار د سرو زرو بوټ جایزه هم ترلاسه کړې، همدا ډول د ۲۰۱۷-۱۸ پړاو سیالیو غوره لوبغاړی نومول شوی او درې واره د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: محمد صلاح پرلپسې دویم وار د افریقا غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: