نظر او تحلیل

امریکا محبوره ده چې له افغانستان نه په وتلو کې احتیاط وکړي؟؟!

لیکوال : شهاب لیوال

امریکا په خپلو هغو اهدافو کې پاتې راغله چې اتلس کاله مخکې یې افغانستان ته د راتګ پر مهال ټاکلي وو.

امریکا خلکو ته د طالبانو د له منځه وړلو، امنیت، او په سیاسي او اقتصادي لحاظ د یو پیاوړي حکومت د رامینځته کولو وعدې ورکړې وې، خو د داتلسو کالو په تېریدو یې یوه ژمنه هم سرته ونه شوه رسولی.

ګڼ شمېر کورني او بهرني شنوونکي په دې باور دي چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې «شرموونکې» ماتې خوړلې او اوسنی شتون یې فقط د تېښتې د یوې ابرومندانه لارې د لټون په معنی دی.
“داچې دامریکې داماته چاته خوږه او چاته ترخه ده ولس پرې ښه پوهیږي .

ددې خبرې اوریدلو په انتظارکې ډیرې ککرې خاورې شوې ،ډیرې میندې بورې او ډیرې ناوې کونډې شوې.

امریکایي سیاستوالو ډیر کوښښ وکړ چې په افغانستان کې خپل «ماتې» ته بل نوم ورکړي عامه اذهان او د نړۍ پام بل خوا واړوي ،خو طالب سیاستوالو بیا په خپل قوي سیاسي بصیرت او پوهې امریکایان په سیاسي ،نظامي،اقتصادي او فرهنګي ډګر کې ورټل او مات یې کړل.

دټولنیزو رسنیو سرلیک کې هم ورته ګنګوسې روانې دي ،ګواکې دا چې طالبان د جګړې ګټونکې او امریکایان یې بایلونکې دي« بي بي سي»په خپل یو مطلب کې دا سې وړاندوینه کړې

طالبان اوس فکر کړي چې د امريکا پر وړاندې د اتلس کلنې جګړې ګټونکي دي.

ټوله نړۍ او حتې خپل امریکایان هم په همدې آن دې چې طالبان د جګړې ګټونکې او دوې یې بایلونکې دي .

ځیني امریکايي مبصرین وايي چي د زیاتو امریکايي عسکرو راایستل به د سولي خبري زیانمني کړي، او د خلیلزاد موقف به ور کمزوری کړي.

یو نظامي مبصر وايي،«د امریکايي عسکرو د راایستلو یو طرفه تصمیم زموږ د مرکه چیانو موقف ور تضعیفوي. کله چي تاسي د چنو وهلو او خبرو کولو په جریان کي یاست، خپل لاس په خپله کمزوري کول یوه ستراتیژیکي اشتباه ده.»

ټرمپ په خپل ارادې کې کلک ده و جدې غوښتنه یې همداده چې نور دې دافغانستان له جنګ نه ځان خلاص کړي .هغه جنګ چې ددوې تر اټکل او مهالویش ډیر اوږد او سټړیکونکی شوو.

ټرمپ پخپل ټویټ کي لیکي ول،«هغه بې پایانه او بې انجامه جنګونه چي کلونه کلونه پخوا د یو غلط قضاوت پر اساس شروع سوي دي، او هغه جنګونه چي زموږ ملګري هیڅ اقتصادي او نظامي کومک راسره نه کوي، خو زموږ له کوښښونو څخه زیاته ګټه پورته کوي، دا راز جنګونو ته به بالاخره یو با عزته د پای ټکی کښېږدو.

دامریکایې سیاستوالو او مبصرینو ویره پرځای ده.امریکا که یو ناڅاپی له افغانستان نه خپل سرتیري وباسي، په حقیقت خپل ټولې «۵۳۰»اډې چې په ټوله نړۍ کې یې لري له جدي ګواښ سره مخوي زکه افغانستان نه په وتلو کې له احتیاطه کار اخلي

%d bloggers like this: