نظر او تحلیل

د هیواد په داخل کې د مذاکراتي بهیر د تنفیذ ارجحیت

عبد الرحیم (ثاقب)
لیکوال او سیاسي شنونکی

د طالب مذاکراتي ټیم او زلمي خلیلزاد د دفتر د وروستیو معلوماتو پر اساس په قطر کې د دواړو لورو ترمنځ کیدونکې غونډه تر نامعلوم وخت پوري ځنډیدلې ده.

که څه هم چې په رسمي ډول د قطرغونډه چې د رسنیو لخوا یې د روانې میاشتې په نهم او لسم تاریخ د جوړیدو خبر ورکړل شوی و د ځنډ په اړه طرفینو لخوا تر اوسه څه نه دي ویل شوي خو داسې انګیرل کیږي چې د غوندې د خبرو په اجنډا باندې د طرفینو د اختلاف له امله دې هغه ځنډول شوې وي.

لیکوال او سياسي شنونکی عبدالرحیم (ثاقب)

معمولا په بین الدولي منازعاتو کې د سوله ییزو مذاکراتو د پیلولو لپاره د وسیط ‎( منځګړي) شتون ته اړتیا وي.
وسیط ته اړتیا هغه وخت لیدل کیږي چې د متنازعو طرفینو ترمنځ د شته ملحوظاتو پر اساس مخامخ کیدل او جوړ جاړی ناشوني وي.

د ديپلوماتیکو مقرراتو له مخې په وسیط کې دا خبره اساسي شرط دی چې هغه به د متنازعو لوریو ترمنځ کاملا پي پري او په دواړو طرفونو مسلط وي.

د منځګړي په واسطه د جګړې د طرفینو ترمنځ هرډول مذاکرات که هغه د جګړې د پایته رسولو، که د اوربند کولو او که د بندیانو د تبادلې په اړه وي تر سره کیدای شي.

اوس مهال چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکراتي بهیر پیل شوی د داسې منځګړیو په وسیله تر سره کیږي چې په هغوي کې د وساطت دواړه مهم شرطونه منتفي دي.

هغوی نه د امریکایانو په مقابل کې غیر پلوي او نه هم پر هغو مسلط دي.

تر اوسه چې خبرې شوې هغه د قطر ، متحده عرب امارات ، سعودي عربستان ، او پاکستاني استازیو په منځګړیتوب شوي او هغه ښکاره خبره ده چې هر یو یې تر طالبانو هم د امریکا پلوي او هم د هغوی تر مطلق اغیز لاندې ده.

چې په دې صورت کې د دې په ځای چې د یادوهیوادونو منځګړیتوب له طالبانو سره مرسته وکړي هغوی ته تاوان کوي.

ځکه د طالب مذاکراتي ټیم په مقابل کې امریکايي لوری ورباندي تقویه او متعدد کیږي.

همدا راز کله ناکله بهرنيو هیوادونو ته د طالب مذاکراتي ټیم په سفر کې داسې ستونزې رامنځته کیږي چې د غونډې د ځنډیدو او یا بلکل لغوه کیدو لامل کیږي.

لهذا طالبانو ته له هیواده بهر له امریکایانو سره د مذاکراتي غونډو جوړولو په ځای د هیواد په داخل کې د هغوی تر سره کول ډیر غوره او مناسب دي.

د هیواد په داخل کې د طرفینو ترمنځ مذاکراتي بهیر تر سره کول د افغانانو لپاره په مذاکراتي بهیر باندې د باور کولو زمینه مساعده وي.

د هیواد په داخل کې د مذاکراتي بهیر تر سره کول ډیر آسانه دی او هغه په دې ډول چې طالبان او امریکايي جهت دهیواد په داخل پر کوم ولایت د مذاکراتي پروسې د پرمخ وړلو لپاره توافق وکړي او لکه څرنګه چې د ابوظبي غونډې ته له ګونتنامو څخه د راخلاص شویو طالب چارواکو په رسولو کې شرائط مهیاء کړل شول هماغه ډول د هیواد په داخل کې د مذاکراتو تر سره کولو ځای ته د طالب استازیو د رسولو لپاره شرائط مهیاء کړل شي.

د طالبانو او بهرنیانو ترمنځ په داخل کې ترسره شوي مذاکرات.

له بهرنیانو سره د طالبانو د مقاومت په ۱۷ کلنه دوره کې د هیواد په داخل کې دوه ځلې علني مذاکرات تر سره شوي چې کاملا د طالبانو په ګټه پایته رسیدلي.

لومړی ځل په ۱۳۸۵هشـ ۲۰۰۷ م کې طالبانو د هلمند په ولایت کې له ایټالوي ځواکونو سره د بندیانو د تبادلې په اړه رسمي مذاکرات وکړل.

په یادو مذاکراتو کې طالبانو وکړای شول د استاد محمد یاسر، لطف الله حکیمي حافظ حمد الله او ملا منصور داد الله په شمول ۵ تنه لوړ پوړي چارواکي د ایټالوي ژورنالیست ماسترو جیاکومو په عوض کې تبادله او راخلاص کړي.

دوهم ځل په کال ۲۰۰۷ کې طالبانو د غزني ولایت په مرکز کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیرسره مخامخ مذاکرات وکړل.

په یادو مذاکراتو کې طالبانو د۲۳ کوریايي بندیانو په پریښودلو موافقه وکړه او جنوبي کوریا د هغه په عوض کې له افغانستان څخه خپل ټول پوځي ځواکونه وایستل.

که څه هم چې له دې ماسیوا نورهم د امریکا په ایتلاف کې شاملو هیوادونو له طالبانو سره د خپلو بندي اتباعو د خلاصولوپه غرض پټ او نا اعلان شوي مذاکرات تر سره کړي خو پورتني دوه مورده اعلان شوي مذاکرات د طالبانو په مذاکراتي پروسې کې تر ټولو موفق، تر ټولو مثمر او تر ټولو نتیجه ورکوونکي مذاکرات بلل شوي.

په یادو دواړو مذاکراتو کې هم پر جانب مقابل باندې د طالبانو تغلب حاصل شو او هم خبره د طالبانو د غوښتنې مطابق حل شوه.

په اوسني مذاکراتي بهیر کې هم که طالبان د هغه بعدي مراحل د افغانستان په داخل کې تر سره کړي څو ګټې به ورڅخه تر لاسه کړي:

لومړی د هغو ټولو تبلیغاتو مخنیوی به باندې وشي په طالبانو پوري د هغوی د موقعیت او په هغه پوري د
اړونده موضوعاتو په اړه کیږي، نه به د مذاکراتي بهیر د کوربه هیواد الوتکو ته اړتیا لیدل کیږي ، نه پاسپورتونو او نه بل هیڅ شي ته .

دوهم: به طالبان د مذاکراتي بهیر د کوربه هیواد له احسان ښودلو او سیاسي مزاحمت څخه خلاص وي.

دریم : هغه ادعاء به یې په عملي حقیقت بدله شي چې دوي یې پر نیمايي افغانستان د حاکمیت په اړه لري.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د هیواد په داخل کې د مذاکراتي بهیر د تنفیذ ارجحیت

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: