نظر او تحلیل

طالبان باید خپل سیاسي او پوځي موقف نور هم غښتلی کړي

لیکوال محمد امین بسمل

محمدامین بسمل

له هرڅه مخکې له مخلصو، اتلو، په دین او ګران افغانستان مینو طالبانو مننه کوم، چې د خپلواکي او غزا بیرغ یې په مېړانه رپانده ساتلی، ورځ تر بلې سیاسي او پوځي بریاوې خپل مظلوم او ستم ځپلي ولس ته ډالۍ کوي.

د طالبانو له مشرتابه څخه په ځانګړي ډول منندوی یم، چې هم یې خپل اتل جنګیالي په پوځي ډګر کې خپل ولس او هیواد ته منظم او ژمن ساتلي او هم یې په سیاسي ډګر کې د غلیم مورچلې وردړې وړې کړې.

نږدې ده چې طالبان سیاست او جګړه دواړه وګټي خو خطر لا له مینځه نه دی تللی.

له یوې خوا په سپینه ماڼۍ کې تور تور ماران هره شیبه خپل سیاست بدلوي او له بلې خوا زموږ دخپل لستوڼي ماران د هر ذلت په منلو دخپل طفیلي ژوند اوږدول غواړي.

طالبان له خپل ننني موقف څخه باید اعظمي ګټه پورته کړي هغه دا، چې:

طالبان د مسکو غونډه کې په داسي حال کې په نړیوال رسمیت وپېژندل شول، چې خپلو غلیمانو یې د هیواد په ۷۰ سلنې د دوی واکمني ومنله.

په عین وخت کې د مسکو په غونډه کې ۱۲ بهرنیو هیوادونو هم ګډون درلود، چې طالبان پکې ډېر ښه وځلېدل مانا په رسمیت وپېژندل شول.

ورپسې په نړیواله کچه دطالبانو د اړیکو او ناستو راپورونه خپرول هم د دوی د رسمیت پېژندلو په مانا دي.

تر ټولو مهمه دا چې د عمران خان د لاپو شاپو په خلاف نه یوازې دا، چې طالبانو د اسلام آباد په ځای په ابوظبي کې غونډه وکړه او خپله خپلواکي یې عملأ په ثبوت ورسوله، بلکه کابلي ګوډاګيانو ته یې هم دلیدلو چانس ورنه کړ.

که طالبانو د ارګ له خماریانو سره لیدلي وای یا وویني نو خپل اوولس کلن مقاومت به په سیند لاهو او د اشغالګرو مرستندویان به وبلل شي.

دا چې لا کلونه مخکې مې په اکثرو لیکنو کې یادونه کړې وه، چې لاس په لاس لګیږي مانا خبرې باید یوازې له امریکا سره وشي او بس.

دطالبانو دې کور ودان وي چې زما دا ارمان یې را پوره کړ او ورڅخه بیا هم هیله کوم، چې دکابل له ادارې سره هیڅکله ونه ویني.

دکابل اداره باید تسلیم او توبې وباسي نه دا چې په قدرت کې شریکه شي.

پاته د نه وي، چې د ابوظبي له غونډې وروسته ټرمپ پېریانو واړاو له سورې څخه یې دخپلو پوځیانو دایستلو خبر ورکړ.

له افغانستان څخه یې هم دخپلو نیمایي سرتېرو د ایستلو اوازه خپره کړه، چې په نتېجه کې یې د دفاع وزیر استعفأ وکړه.

خو په کانګریس کې جمهوري پال سناتور ګرهام چې ګمان کوم دسادیزم ناروغي لري، له وینو تویولو او خلګو ځورولو څخه خوند اخلي ټرمپ یې دې ته اړیست چې له خپل تصمیم څخه واوړي او امریکایي سرتېري په سوريه کې تر یوې نامالومې مودې پرېږدي.

ټرمپ هم چې په اصل نا اصل دی د ګرهام فشار ته تسلیم او داعش یې یو ځل بیا پلمه کړ چې تر پوره نابودي به یې امریکایي سرتیري په سوریه کې پاته وي.

دخندا او حیرانتیا وړ ده چې دټرمپ سرتیرې په سوریه کې له داعش سره جنګیږي خو په افغانستان کې چې کله طالبان له داعش سره جګړه کوي د ښاغلي ټرمپ سرتیري د داعش په ځای په طالبانو بمونه اوروي.

نو محترمو طالبانو!

نور نو زموږ د ولس حوصله په ختمېدو ده تاسو هم په بهترین موقف کې قرار لرئ.

زه دحقوقو د یو کوچني شاګرد په حیث مشوره درکوم، چې همدا سبا سبا چې تاسو په قطر کې له خیره سره ناسته کوئ ستاسو له تحریک څخه دوه نور سیاسي او پوځي هیئتونه یو پیکینګ او بل مسکو ته ولېږئ.

دا دوه هیئتونه باید سره مختلط وي ما نا درۍ سیاسي غړي او درۍ پوځي غړي ولري چې جمعأ ۱۲نفره شي.

دا باید داسې کسان وي، چې په پاکستان کې هستوګنه ونه لري.

دوی باید له چین او روس سره داسې پوځي تړونونه لاسلیک یا یې لاسلیک کېدو ته تیار کړي، چې که د۲۰۱۹ کال په جریان کې امریکایان ونه وځي نو دا دوه هیوادونه چین او روس به رسمأ طالبانو ته پوځي مرسته ورکوي.

زما په غالب ګمان به چین او روس دا تړونونه په پراخه ټنډه درسره لاسلیک کړي.

روس خو هسې هم په غوسه دی ځکه، چې په سوریه کې امریکایان نور هم پاته کیږي.

چین هم د تایوان مسئله را ګرمه کړې ده بس نوهمدا یې وخت دی.

همدا ډول له قطر ور اخوا خپلې سیاسي نمایندګۍ په نورو بهرنیو هیوادونو لکه چین، ترکمنستان، روس، ایران او حتی هند کې هم پرانیزئ ترڅو نړیوال نور هم ستاسو په بې طرفي، حوصله او وړتیا مطمئن شي.

البته یادې نمایندګۍ باید دقطر دسیاسي نمایندګي تر امر لاندې وي.

که زما پورتنۍ مشوره مو ومنله باور وکړئ، چې امریکایان به ډېر ژر لار درسره یوسي هغه متل دی وایي، په مرګ یې ونیسه، چې طبې ته راضي شي.

دا مې هم واورئ، چې که زه دتاسو دتحریک مشر وای ما به لا څو کاله مخکې له چین او روس سره نه یوازې پوځي تړون لاسلیک کړای وای، بلګې عملاأ مې دچین په پوځیانو دګوادر خوا ساتله ځکه هلته چین د پانګونې پلانونه لري او روسان مې په اټک ځای په ځای کول.

ما به یو لوی افغانستان د دوی په شتون سره جوړ کړای وای.

بیا به د لر او بر خبرې نه، بلکې دلوی افغانستان خبرې کېدې.

درنو لوستونکو ته دې مالومه وي، چې موږ هم انسانان یو دخپل حق تر لاس کولو لپاره هر ممکن عمل باید وکړو.

دا چې ما پاس ولیکل، چې ما به چینایي او روسي پوځیان د ګران افغانستان په پخواني رسمي سرحد ځای په ځای کړي وای تاسو ته باید دتعجب وړ نه وي.

کله چې ببرک کارمل دهیواد داشغال لپاره په داسې حال کې له روسي پوځیانو سره تعهد کوي چې دهیواد یوه لوېشت خاوره یې هم په ولکه کې نه وه او په بله پېښه کې بې له کوم تعهد څخه امریکایان زموږ په پاکه خاوره یرغل کوي او وطن مو اشغالوي نو زه چې طالب مشر او ۷۰ سلنه خاوره مې په خپل کنترول کې وي ولې دا حق ونه لرم چې له بهرنیو پوځیانو دخپل هیواد دخپلواکي او خاصتأ دلوی افغانستان په جوړولو کې کار واخلم؟

که زه په پورتني کار بریالی شم نو دا د انګریزي ډیورنډ توره کرښه ، دغني اتمر او انګریزانو اغزن سیمونه به له واره لمبه لمبه کړم.

ستاسو درنو لوستونکو پام دې ته هم رااړوم کله، چې خاشقجي په ترکیه کې ووژل شو نو لومړی امریکایانو په سعودي مشرتابه ډېر فشار راوړ.

دسعودي مشرتابه چې ځان دحرمینو خادمین هم بولي په یوه رسمي اعلامیه کې یې امریکا ته ګوت څنډنه وکړه، چې که څوک موږ ګوښه کوي موږ به له هرې ممکنه مرستې ګټه واخلو حتی روسي پوځیان به په تبوک ښار کې ځای په ځای کړو.

نو کله چې دحرمینو خادمین دببرک کارمل په رول کې لوبیږي اوهغه مقدسه خاوره په روسانو اشغالوي نو زه ولي دلوی افغانستان دخپلواکي لپاره ورڅخه کار وانه اخلم؟

په بله بېلګه کې به دا دالخواره پنجابیان دریاد کړم، چې دجهاد په نوم یې زموږ له ولس او هیواد سره څومره جفاوې وکړي حتی زموږ له وجې د اتومي وسلې څښتنان شول او ځان ته تر ټولو کلک مسلمانان هم وايي نو چې هغه دخپلو ملي ګټو لپاره له روس سره پوځي تړونونه لاسلیکوي دا زه ولې حق نه لرم؟

یو څو ګیلې:

ګیله له دوسته کیږي هغه دا، چې لامخکې مې څو څو ځلې په لیکنو کې طالبانو ته اشاره ورکړې وه، چې خپل نوموتي کسان مو د پنجابیانو د تسلت له ساحې وباسئ خو نه پوهېږم ولې ددوی مشران بې له قطر څخه په نورو هیوادونو کې سر نه را پورته کوي؟

د محترم منصور صاحب له شهادت څخه مخکې مې په یوه لیکنه کې یاده کړې وه، چې ژر تر ژره خپل مخور کسان له پاکستانه بهر ملکونو ته وباسئ خو چا مې غږ وانه ورېد.

لنډه دا، چې یو ځل بیا له طالبانو څخه هیله کوم، چې:

۱ـ بې له پاکستانه د ګاونډیو هیوادونو مرستې جلب کړي.

۲ـ دسولې خبرې هیڅکله هم په سعودي عربستان او پاکستان کې ونه کړئ.

۳ـ که رښتیا هم دملګرو ملتونو سازمان بې پرې او بشر پال وي نو په افغانستان کې دې یوه سیمه یا ولایت دسولې دخبرو لپاره ځانګړی کړي تر څو طالبان دهرچا له اغېزه مصئون اوهلته دسولې خبرې په ښه وجه تر سره کړي.

په یاده اراضي دې هر ډول پوځي تحرکات که ځمکني یا هوايي وي بند کړل شي.

۳ـ دکابل له ادارې سره هیڅکه هم ونه ګورئ.

دګران هیواد دخپلواکي په هیله

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: طالبان باید خپل سیاسي او پوځي موقف نور هم غښتلی کړي

سرچینه: نن ټکی اسیا