نظر او تحلیل

نیشنل انټرسټ: ټرمپ غواړي په افغانستان کې بایللې جګړه پای ته ورسوي

ژباړه: طاهر«غزنوي»
له امریکا څخه چاپېدونکې معتبرې مجلې نیشنل انټرسټ د امریکايي پوځ د یوه پخواني قومندان له قوله لیکلي، چې ولسمشر ټرمپ غواړي په افغانستان کې بایللې جګړه زر تر زره پای ته ورسوي.
د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني قومندان او په د نیشنل انټرسټ مجله کې د منځني ختیځ د پوځي مطالعاتو مدیر «ګیل بارنډلر» په خپله تازه خپره شوې مقاله کې لیکلي، چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د ۷۰۰۰ امریکايي پوځیانو د ویستلو ترڅنګ غواړي په لنډه موده کې دغې بایللې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
د امریکایې پوځیانو د راوتلو په صورت کې به هیڅ ستونزه هم پېښه نه شي، مونږ د افغانستان په آرامولو کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی او طالبان د ۲۰۰۲م کال په نسبت د هیواد په ۶۰٪ سلنه برخې خپل کنترول لري چې دا سلنه د بل هر وخت په پرتله زیاته ده.
د معلوماتو په اساس ښارې په کابل ښار کې د طالبانو پرله پسې بریدونو د شنه زون او کابل امنیتي کمربند تر نامه لاندې ټول امنیتي اقدامات مسخره کړل، حتی چې د افغانستان تر ټولو غښتلي قومندانان هم خوندي نه دي، د ولسمشر لومړۍ مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یو ازبک چې په رحمۍ مشهوردی په تیرو وختونو کې د طالبانو د پرله پسې بریدونو له امله خپل ګڼ شمېر مهم قومندانان له لاسه ورکړي دي او دا مهال جنرال دوستم ایله د ځان ساتلو په فکر کې دی.
په سویل کې د سرحدي پولیسو غښتلی قومندان او د امریکايي ځواکونو تر ټولو ستر همکار جنرال عبدالرازق چې په قوم اڅکزی ؤ، بې رحمۍ او چمتوالې کې یې خاص شهرت درلود د اکتوبر په میاشت کې د جنرال سکاټ میلر په یو څو قدمۍ کې ووژل شو.
د ټرمپ د نوي ستراتیژي ستاینوکي یوازې د بمبارونو د زیاتوالې شاهدان یو، د جګړي ملاتړ کوونکو په غوره توګه دجګړې کړکیچن حالت منلی دی، د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې مشر جنرال جوزیف ډانفورډ هم ومنله چې هیڅ پوځې حل لاره نه شته، طالبان په افغانستان کې بایلونکې نه دي.
متقاعدجنرال سټانلي مک کریسټال په یو رسمې ملاقات کې دا ومنله چې افغانستان ته هیڅ جواب نه لري مګر داچې مونږ دغه حالت ته دوام ورکړو( د بوسو لاندې اوبه تیرې کړو).
دغه ډول حالاتو ته دوام ورکول او د جګړې زیاتول به کومه لاسته راوړنه ونه لري، سل زره(۱۰۰۰۰۰)امریکایې پوځیانو ونه شو کړای چې یوازې په مؤقتې توګه د افغانستان تر ټولو خطرناکې سیمې په خپل واک کې راولي، لکه په جنوب شرق کې د کونړ ولایت چې هیڅکله د ناټو تر کنټرول لاندې نه دی راغلی او کله چې د ناټو پوځیان له هلمند څخه خپلو کورونو ته ستانه شول طالبانو د غچ اخیستلو په موخه خپل بریدونه پراخه کړل او د هلمند زیاته سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته او د افغانستان امنیتي ځواکونه یې سخته وځپل.
که چیرې مونږ خپل ټول پوځیان راوباسو او د قاطع ملاتړ ماموریت ته د پای ټکی کیږدو نو څرګنده ده چې د ناټو نور غړي هېوادونه به هم داسې وکړي او په افغانستان کې د امریکايي ګټو لپاره جوړه اداره به له ډیرو ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان د امنیتي ځواکونو تعداد چېدرې لکه څوارلس زره(۳۱۴۰۰۰)ته رسیږي تر اوسه نه دي توانیدلې چې ددوی څخه په شمېر کې پنځه ځله لږو طالبانو ته ماته ورکړي او که افغانستان وغواړي چې خپل ملی اردو وساتي نو باید خپله ټوله مالې بودیجه په ملی اردو مصرف کړي، چې د دې بودیجې له نیمایې څخه زیات په بهرنیو مرستو تکیه ده.
جنرال میټس وایې چې یو زر(۱۰۰۰) تنه افغانان یوازې د اګست او سپتمبر په میاشتو کې وژل شوي دي او هره میاشت ۳٪ سلنه ملی اردو د زخمونو له سببه مړه کیږي، همدارنګه اکثره وخت د ملي اردو د استخدام او جلب وجذب مرکزونه د طالبانو د بریدنو لاندې رازي، په هلمند کې د ملي اردو د استخدام او جلب وجذب مرکز رئیس وایې چې: ځینې وخت په اونیو اونیو تیریږي؛ خو مونږ نه شو کولای چې نوي کسان جلب کړو، د نیویارک ټایمز راپور له مخې د ملي اردو د استخدام او جلب وجذب مرکزونه په ټول هیواد کې شنډ شوي دي.
د سمندري ځواکونو لومړی افسر جنرال کینټ مکینز یو میاشت مخکې مشرانو جرګې ته وویل چې: مونږ په افغانستان کې د زیاتو لګښتونو، وینې تویولو او ۱۷ کاله جګړې کولو وروسته هم دا جګړه بایلو خو که امریکایان ووځې نو ملی اردو یواځې جګړه نه شې کولی او هغوی به سقوط وکړي.
په مرکزی آسیا کې د پټو قوتونو د مخنوې لپاره نورې لارې هم شتون لرې چې هغه تجارتي لارې دي، د افغانستان ګاونډیو هیوادونو هم په دې جګړه کې له مونږ څخه ډیر څه له لاسه ورکړي، روس او چین سره هم زمونږ ډیر مشکلات دي چې باید حل شي، او په پاکستان کې مونږ د باثباته خدمتې نفوذ له لارې مونږ کولۍ شو د امریکا د بهرني سیاست په بنسټ دبین اللمللی امنیت د خوندیتوب په موخه بیرته افغانستان ته ولاړ شو او هلته یو ریژیم له منځه یو سو.
که چیرې د افغانستان لپاره د امریکا خصوصې استازی زلمی خلیل زاد د طالبانو سره کومې موافقې ته ورسیږې مونږ باید له افغانستان څخه راوځو، او باید د هیڅ کوم وهم او ګومان لاندې را نه شو چې د ناټو وتلو نه پس به څه پیښه شې د کمونستانو ریژیم تر اوسه افغانان یادوي چې د روسانو له وتلو څخه پس یې د ۳ دریو کالو څخه په کمه موده کې سقوط وکړ که چیرې زمونږ جوړ کړی افغاني جمهوریت له دې څخه زیات مقاومت وکړي نو دا به زمونږ نیکمرغې وي.

ګیل بارنډلر د امریکا په کتولیک پوهنتون کی د نیشنل انټرست مجل لپاره د منځني ختیځ د پوځي او ستراتيژيکو څیړنو مدیر دی، نوموړي د امریکا د سمندري پوځ د افسر په توګه له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې دنده ترسره کړې ده.

سرچینه: محصلین

%d bloggers like this: