افغانستان

په مزارشریف کې د ایران قونسل مړ شوی دی

ایراني چارواکي وايي، د افغانستان په مزارشریف ښار کې د دغه هېواد جنرال قونصل سیدهمایون مړ شوی دی.

په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوري هېواد سفارت هم تایید کړې ده، چې په مزارشریف کې ددغه هېواد د قونصلګرۍ سر قونصل سید همایون بزرګ نیا د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نوموړي په مړینه خفګان ښکاره کړی او د افغانستان او ایران د روابطو په جوړلو کې یې د هغه هڅې ستایلي دي.

%d bloggers like this: