افغانستان

طالبانو عبدالولي «جارقلم» خوشي کړ / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو هغه بندي ته عفوه وکړه چې څو میاشتې تر مخه یې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې نیولی وو.

فیسبوکي فعال عبدالولي او یا قلم جار به هره شپه د فیسبوک له لاري په ژوندۍ بڼه نشریات کول او اکثره به یې یا خپله ښکنځل او پوچ پاچ ویل او یا به یې داسي کسانو ته د خبرو موقع ورکول چې د طالبانو او نورو افغانانو په اړه سپکې خبرې او ښکنځلې وکړي.

نوموړی په فیسبوک کې په ځینو اصطلاحاتو ډیر مشهور شو، په ځانګړي ډول چې ځانته یې قلم جار ویل او دا خبره به یې ډېره تکراروله چې طالبان د قلم په زور چپه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په را استولو ویلي چې «دغه کس مجاهدینو، علماء کرامو او دیني اقدارو ته د سپکاوي په تور ونیول شو او تر اوسه پورې تعزیرا په زندان کې بندي وو.»

مجاهد همداراز زیاته کړې چې نوموړی د خپل جرم پر اعتراف سربېره د پښېمانۍ او توبې تضمین ورکړ او ددوی مشرانو هم په مقابل کې عفوه ورته وکړه او بالاخیره یې له زندانه خوشي کړ.

باید وویل شي چې د هغه د نیول کیدو وروسته په فیسبوک کې ځیني طالب سخت دریځو د هغه د وژنې غوښتنه کړې وه او ځینو نورو فیسبوکي فعالانو بیا د هغه د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې وه او هغه یې رواني معذور بللی وو.

طالبانو د نوموړي یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کښي نوموړی خپل تعهد تکراروي او د طالب مشرانو څخه غوښتنه کوي چې هغه ته عفوه وکړي.