روغتیا

د سر درد طبیعي درملنه

د سردردۍ اصلي لاملونه د مایعاتو کمښت، بې خوبي، شخړې، ژورخپګان او بې ځایه تشویش دی، همدارنګه د سردردۍ نور لاملونه ښايي په بدن کې د اکسیجن، اوبو او غذايي مواد کمښت واوسي او یا هم ښايي د انسان ناسمه رواني وضع واوسي. روغتیا پوهان وایي، چې تاسې باید د سردردۍ په لاملونو پوه شئ او مخنیوی یې وکړئ، ترڅو سالم پاتې شئ.

څو هغه طبیعي درمل چې سر دردي مو ښه کولای شي:

۱. د رغتیا پوهانانو په وینا، ځینې وخت ناسم جیګیدل او ټیټیدل د ملا په تیر کې بریښ او درد پیدا کوي، چې بیا له امله یې سردردي هم رامنځته کیږي. د دغې ستونزې درملنه د ملا تیر ته په مساج ورکولو کې ده.

۲. د سردردۍ د مخنیوي لپاره هڅه وکړئ چې هره ورځ په زیاته کچه اوبه او نور مایعات وڅښئ، ترڅو بدن مو د اوبو له کمښت سره مخامخ نه شي.

۳. هڅه وکړئ چې ورځ مو په یوې مڼې خوړلو پیل کړئ، ځکه چې په مڼې کې زیاتې روغتیايي ګټې وي او د سردردۍ په درملنه کې خورا زیات مهم رول لوبوي.

۴. مګنیزیم او فایبر لرونکي خواړه زیات وخورئ لکه، سبزیجات، لوبیا، وچه میوه، د کدو او ګل افتاب پرست زړي او همداسې نور.

۵. کله چې لیمو په تړمو اوبو کې واچول شي او هماغه اوبه وڅښل شي، نو د سردرد په قرارولو کې ډیره مرسته کوي.

۶. په ورځ کې دوه یا هم درې ځلې د ادرکو اوبه څښل کولی شي چې د سر درد ښه کړي، خو دغه اوبه باید نیم ګرمې (تړمې) وي.

۷. د نعنا چای څښل او یا هم د نعنا اصلي غوړي کارول د سردردۍ په ښه کولو کې ډیر مؤثر دي.

۸. ځینو علمي مطالعو دا په ډاګه کړې، چې د مینا د ګل پاڼو خوړل د سردردۍ د کچې د راټیټولو وړتیا لري.

د سر درد ښه کولو لپاره پورته ذکر شوې طبیعي درمنلې تر ټولو غوره او ښې دي.

سرچینه: پښتو بهیر

%d bloggers like this: