نظر او تحلیل

کابل کې دیني عالمان څوک په نښه کوي؟! (د زندان له خاطرو څخه)

حیات پکتیاوال

د کابل د ملي امنیت په ( ۲۴۲) ریاست کې تر تحقیق لاندې وم، شپږمه ورځ وه چې له کیناستو، او پورته کېدو لویدلی وم، د شپې ۱۲ بجې وې، درې کسان راغلل، وای د دې ریاست ریس درسره خبرې کوي.

له تکاوۍ څخه یې پورته منزل ته بوتلم، اوږده دهلیز کې چې دواړو طرفو ته یې، دهستوګنې او اداري خونې مالومیدې چپ لور ته یوې کوټې ته داخل کړم.

کوټه کې د کړکۍ لور ته یو دیوال ته ودریدم؛ دا چې زه کیناستلی نه شوم، څو کمبلې یې لاندې باندې کړې، او ماته یې د کیناستو اشاره وکړه.

کوټه کې ټول شپږ کسان ول، مخامخ یو غوټ پلن، ظاهرا نرم مساج کس ناست و، په خبرې پیل و کړ:
من ریس این ریاستم، و این معاوین، و ان ریس تحقیق است.

تر ډیرو خبرو او بلنو (چې د څه ستونزو له امله یې اوس نه شم څرګندولی) وروسته وویل:

ریس ــ توانسان استی؟ اینقدر زدن را که….

ریس ــ به خاطر کی خودته به رنج کشیده استی؟

ریس ــ چرا در مورد فلان فلان چیزی نمی گوی؟

زه ــ من انها را نمی شناسم.

ریس ــ شماره هایش چرا در تلفونت است؟

زه ــ در نخست من برایتان گفتم، که این تلفون از من نیست.

ریس ــ تلفون نوکیا از توست؟

زه ــ بلی ازمن است.

ریس ــ در تلفون (نوکیا) تو شماره ی مولوی عبدالسلام عابد چه میکنه؟

ما وویل: عبدالسلام یک عالم است، گاهی گاهی به سوالهای دینی ضرورت یافت میشود.

ریس ــ عبدالسلام عابد را میشناسی؟

زه ــ نه.

ـریس وویل: تو محصل پوهنتون استی، و ما هم از دانشگاه فارغ هستیم، پس ما وشما چرا از پشت ملاهای گدا گر میرویم؟

او زیاته یې کړ: من عبدالسلام عابد را میشناسم، سه تا ایفون سکس تلفون در جیب دارد، به قیمت ده هزار افغانی بوت در پایش است، در حالیکه ما وشما ملا را میشناسم که همه زندگی ملا در گداگری و سوال سپری میشود، پس ای پول، لباس و تلفون را از کجا کرد؟

اینها همه دشمنان جامعه ما است، همه ایشان جاسوسهای دیگران اند، پس چرا محصلین تحت تأثیر قرار میگیرند، و به سخنان ملاها فریب میخورند.

ما ورته وویل: من در شرعیات تخصص میکنم، و گاهی ضرورت به پرسش یافت میشود، به همین خاطر مه شماره ی عابد را ثبت کرده ام.

ریس ماته ځکه د ملا او عالم په اړه له سپکاوي ډکې یادونې وکړې، چې زه په دوسیه کې د پوهنتون د محصل په توګه ثبت شوی وم.

له همدغې ورځې له ما سره دا خبره منل شوه، چې رښتیا هم غرب او د هغوی لاسپوڅي، یوازي له جهادي عالمانو او مبارزینو سره دښمني نه لري، بلکې هر هغه څوک د دوی دښمن دی چې د دین او اسلام په لور بلنه کوي؛ او که دغه وسلوال جهاد نه وای ډیر عالمان به د اسلامي دعوت، او بلنې له امله د زندان تر تورو تمبو رسول شوي وای.

دیني عالمان، باید خپل ریښتونی او قسم خوړلي دښمنان وپیژني، او په دې پوه شي؛ چې د مصلحت، سوله ییزې بلنې او کله ناکله د له سیکولرو څخه پلوي یې د غرب او لاسپوڅیو په زړونو کې د دوی په اړه شته دښمني او کرکه له منځه نه ځي، بلکې عالمان لومړۍ د دوستۍ په جامه کې کاروي، او بیا یې د له منځه وړلو لپاره ډول ډول توطیي او کړنلارې په کار اچوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: کابل کې دیني عالمان څوک په نښه کوي؟! (د زندان له خاطرو څخه)

سرچینه: نن ټکی اسیا